نيويارک ټايمز: مسلمانان را روان دي

پام وړ

نيويارک ټايمز: مسلمانان را روان دي

201

«مسلمانان راروان دي» د امريکايي ليکوال د مقالې عنوان دی چې د کانګرېس (د امريکا د قانون جوړونې تر ټولو ستره اداره) له راتلونکو ټاکنو څو ورځې وړاندې يې نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې خپره کړه.
ليکوال وايي، چې شاوخوا ۱۰۰ تنو مسلمان سياستوالو سږکال ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره خپل اسناد وړاندې کړي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کې يوازې لس کسان وو. مقالې دې ته اشاره کړې چې دا هغه څه دي چې ځينې هغه امريکايان يې له ډار سره مخ کړي چې خپل هېواد ته د کډوالو د ورتګ مخالفت کوي او له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو غوښتونکي دي.
ليکوال زياتوي، چې دا «کمعقل» باور، چې تر اوسه دغه امريکايان پرې باوري دي، چې د نړۍ په لر او بر کې ۱.۸ مليارد مسلمانان له امريکا څخه کرکه کوي، سره له دې چې دې هېواد کې ۳ نيم مليونه مسلمانان مېشت دي، د دې لامل شوی چې دوی وډار کړي.
د مسلمان نوماندانو دا شمېر څنګه يوواري ډېر شو؟
ليکوال له دغو نوماندانو سره د اسوشيټډ پرس د مرکو په حواله څرګنده کړې، چې ړوند تعصب او کرکه چې ځينې امريکايان يې د اسلام پر وړاندې څرګندوي –دا هغه څه هم دي چې د ولسمشر ټرمپ په څرګندونو او ټويټونو کې په ډاګه شته- هغه دوه لاملونه دي چې مسلمانان يې د سياست پر ډګر ورننوتو ته اړ کړي دي، هغوی اوس دې ته چمتو دي چې خپل سياستونه چې د عقيدې استازيتوب يې هم کوي مطرح کړي او هغو خلکو ته هم خدمت وکړي چې دوی ته رايه ورکوي.
د تګلارو ارزښت
ليکوال دې ته اشاره کوي چې ډېری مسلمان نوماندان ټاکنو کې ديني لوري باندې زور نه راوړي، بلکې هغه پروګرامونه اعلانوي چې دوی به یې پلي کړي.
هغوی وايي چې رايه ورکوونکي د دوی عقيدې او هويت ته نه ګوري، بلکې دې ته ګوري چې موږ څومره توانېږو واشنګټن کې د دوی ستونزې اوارې او دفاع يې وکړو.
وجاهت خپله ليکنه پر دې پای ته رسولې چې د دغو مسلمانانو لږ شمېر به کانګرېس ته لار پيدا کړي او ښایي هغه څه وکړي چې د کانګرېس ډېر غړي يې له کولو ناتوانه دي، هغه «د انسان د خدمت له لارې د الله خدمت کول دي».



اعلان