سيګار: پر افغان پوځ د پنټاګون لګښتونو موثرې پايلې نه دي ورکړې

راپورونه

سيګار: پر افغان پوځ د پنټاګون لګښتونو موثرې پايلې نه دي ورکړې

64

د افغانستان د بيارغونې د چارو څارونکې امريکايي ادارې يا سيګار څرګنده کړې ده، چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو ځواکونو د روزنې پر پروګرامونو د امريکا د دفاع وزارت له لوري شويو لګښتونو کومه اغېزناکه پايله نه ده لرلې.
دې ادارې زياته کړې ده، چې پنټاګون په دې برخه کې سلګونه مليونه ډالر لګولي دي، خو کومه موثره نتيجه يې نه ده معلومه شوې.
سيګار په دې اړه تېره ورځ په يوه راپور کې د هغو هڅو د ارزولو پايلې اعلان کړي، چې له ۲۰۱۵ را په دې خوا تر اوسه پورې د امريکا دفاع وزارت د افغانستان ملي اردو او کورنيو چارو وزارت ته په کې سلا مشورې ورکړې دي.
سرچينې دې ته اشاره کړې چې پنټاګون له ۲۰۱۰ راهيسې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو د روزنې لپاره ۶ قراردادونه کړي چې د بشپړ شويو ۴ قراردادونو لګښت ۶۲۰ مليونه ډالر او د دوو نورو لګښت ۴۲۱ مليونه ډالر دی، دغه دوه قرادادونه به په روانه مياشت کې بشپړ شي.
سيګار په پای کې ويلي، چې د پلان، څارنې او ارزونې برخه کې د پنټاګون نيمګړتيا د دې لامل شوی، چې د يادو ځواکونو او وزارتونو د وړتياو پرمختګ او ډېرېدا معلومه نه ده.



اعلان