ملګرو ملتو ته د ایران شکایت: افغانستان مو د اوبو حق نه راکوي، اقتصاد مو جدي ګواښ سره مخ دی

سيمه او نړۍ

ملګرو ملتو ته د ایران شکایت: افغانستان مو د اوبو حق نه راکوي، اقتصاد مو جدي ګواښ سره مخ دی

516

د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپېریال ساتنې د سازمان مشر د ایران له پاره د ملګرو ملتو له نوي ګومارل شوي استازي سره په لیدنه کې له افغانستانه شکایت کړی.
یک ټلویزیون په خپل رپوټ کې د عیسی کلانتري له خولې لیکلي چې افغانستان د بهرنۍ لاسوهنې له امله، له ایران سره شوې رسمي هوکړه نقضوي او ایران ته د اوبو ټاکل شوې حقابه (د اوبو حق) نه ورکوي چې دې د ایران د خلکو ژوند او اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ کړی.
نوموړي د ملګرو ملتو له استازي د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړتوب غوښتنه کړې.
خو افغانستان بیا وایي چې د اقلیم بدلون ټول هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي او د افغانستان د اوبو مدیریت د هېچا په زیان نه دی.
د افغانستان د اوبو و انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خُلمي وایي، افغانستان هېڅکله د ایران د اوبو حق نه کموي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو تړون ته ژمن دی.
ځینې شنونکي وایي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو مسله حل کېدای شي او د ملګرو ملتو منځګړتوب ته اړتیا نه شته.
افغانستان وروستیو کې ایران او پاکستان ته د اضافي اوبو د مهارولو هڅې پېل کړې چې دواړه ګاونډیان یې اندېښمن کړي دي.
افغانستان او ایران په ۱۹۷۳ ز کال کې د اوبو تړون لاسلیک کړی، خو له پاکستان سره تر اوسه د اوبو تړون نه لري.



اعلان