جنرال مېلر: افغانستان کې د سیاسي حل وخت رارسېدلی

افغانستان

جنرال مېلر: افغانستان کې د سیاسي حل وخت رارسېدلی

204

افغانستان کې د ناټو مشر وايي، د افغانستان د شخړې حل به پوځي نه، بلکې سیاسي وي.

جنرال سکاټ مېلر له امریکايي این بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، دا به له پوځي لارې و نه ګټل شي او سیاسي حل به وي.

مېلر وايي، طالبان هم پوهېږي چې دوی يې له پوځي لارې ګټلی نه شي. مېلر زیاتوي، زه فکر کوم اوس د دې وخت چې د دغې شخړې د سیاسي حل له پاره کار پېل شي.

مېلر د داعش په اړه هم خبرې کړي. نوموړي ویلي، په ۲۰۱۸ کې په کابل کې داعش نولس سخت بریدونه کړي او په وینا چې په (نورو) ښاري سیمو يې هم بریدونه کړي.

مېلر داعش خطرناکه بللې او زیاتوي چې له افغانستانه بهر اړیکې لري.

د مېلر په وینا، داعشي بریدګر ډېرې زده کړې لري او هڅه کوي افغانستان کې خپل حکومت جوړ کړي.

هغه افغانستان کې د القاعدې یاده هم کړې چې په وینا يې له پښو غورځېدلې خو لا (بشپړه) بهر شوې نه ده.

افغانستان کې د امریکا جګړه اتلسم کال ته ننوتې. د دوی د دغې جګړې د پېل یوه موخه افغانستان کې د القاعدې له منځه وړل و، خو له اتلس کلنې جګړې وروسته امریکایان لا هم نه دي توانېدلي چې القاعده په بشپړ ډول له منځه یوسي.



اعلان