حامد کرزی څنګه په روزګان کې له طالبانو وژغورل شو

نظر او تحليل

حامد کرزی څنګه په روزګان کې له طالبانو وژغورل شو

2023

حامد خان کرزی د عبدالاحد خان کرزي زوی دی. عبدالاحد خان کرزی د ۱۹۹۹ کال د جولای پر ۱۴مه چې تازه د امریکا له سفره راستون شوی و. د پاکستان د کوټې ښار د سټلايټ ټاون له یوه جومات سره ناڅرګندو وسله‌والو وواژه.

د کرزي پلار په کندهار کې يو مخور خان و. د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې د ولسي جرګې مرستیال پاتې شوی و. هغه د محمد ظاهر شاه له کلکو پلویانو څخه و. د عبدالاحد خان د کورنۍ څه غړي له شوروي یرغله وروسته په امریکا کې مېشت شول او د امریکا د متحده ايالاتو تابعیت يې ترلاسه کړ. هغوی د امریکا له څارګرو ادارو سره د افغانستان په برخه کې کار کاوه. د هغوی ډېری ځوانانو ته هلته روزنه ورکول شوه، چې په دې کې حامد کرزی هم و چې د افغان جهاد پر مهال د CIA يو باوري مامور و او په شوروي ضد جګړه کې يې له مجاهدینو سره نږدې کار وکړ.
هغه د سټینګر توغنديو د وېش کنترولوونکی هم ګڼل کېده. حامد کرزي د خپلې قبیلې په مشرتوب کې د پلار ځای ناستی شو. د کرزي د ځینې دوستانو او خپلوانو له قوله:
کرزي له سیاسته سربېره د شپې د اوږدې ناستې او ګپِ شب شوق درلود. د نشه لرونکو تابلېتونو د خوړلو ترڅنګ د چرسو د نشې خبرې هم پسې کېدې.
هغه د نورو وروڼو خلاف نږدې تر څلور څلوېښت کلنۍ پورې بې واده و. هغه وخت چې ما کرزی نه پېژاند، په اړه يې راته د امریکا غږ د پښتو څانګې مشرې "سپوږمۍ" میوندي ویلي و چې حامد کرزی د CIA د سازمان مخکښ غړی دی. د ده او خلیلزاد موټرونه په واشنګټن کې د CIA د دفترونو په دروازو کې نه درول کيږي!
که څه هم د يو زیات شمېر کتونکو په اند د امريکا د یرغلیزې جنګي ستراتیژۍ په فهرست کې عبدالحق له کرزي وړاندې و، که مړ نه وای ښايي د لومړۍ لنډ مهالې ادارې مشر به عبدالحق وای،مګر ځینې باخبره حلقي د کرزي تړاو له سي آی ای سره ډير ژور اوسابقه ګڼي.
د طالبانو د رژیم او امریکا ترمينځ د لانجو تر را ولاړېدو وړاندې کرزي او پلار يې له طالب مشرانو سره نږدې اړیکې لرلې. له هغه وروسته چې د برهان الدین رباني د حکومت پر وخت کرزی د خارجه چارو مرستیال وزیر و او بیا د مسعود د سړیو له خوا په کابل کې تر شکنجې او ډبولو وروسته مات سر او شلیدلی ګرېوان جلال اباد ته په تېښته بریالی شوی و، کرزي له همدې امله له احمد شا مسعود سره بغض درلود، خو کله چې CIA د مسعود نېغه مرسته پیل کړه نو کرزي ته له مسعود سره د نږدې کار هدایت وشو. دلته کرزي یواځې هغه څه کولای شول چې CIA ورته ویل. نه د ده خپله خوښه او انتخاب.
د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وروسته کرزي غوښتل چې له طالبانو سره نږدې کار وکړي. د هغه پلار به ډېر ځله په کندهار کې د طالبانو په مېلمستونونو کې لیدل کېده. هغه د کندهار له لومړي والي ملا محمدحسن، د هرات والي ملا يار محمد، د طالبانو لومړني ویاند ملا خيرالله خیرخوا، مولوي احسان الله احسان او د طالبانو لومړي خارجه وزیر ملا محمد غوث سره نږدې اړیکې لرلې.
کله چې درېو هېوادونو د طالبانو امارت د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت وپېژاند. طالبان په نړۍ کې د ديپلوماتيکو اړيکو د پراختيا په لټه کې شول او په دې کې د ملګرو ملتو نو په اداره کې د افغانستان استازولي هم اړينه وه. د دې لپاره حامد کرزي ځان را وړاندې کړ، خو طالبانو ته جوته شوه چې دا کار د CIA پلان و.
د سعودي د استخباراتو چارواکو زموږ يوه هیئت ته هم دا مشوره ورکړې وه چې حامد کرزی د ملګرو ملتونو سازمان ته د استازي په توګه غوره کړئ چې ښايي هغوی ته هم دا خبره امریکایانو کړې وي.
له ملا عبدالجلیل نه مې په دې اړه وپوښتل چې هغه وخت مرستيال خارجه وزیر و، هغه وویل ما او ملا محمد غوث (خارجه وزیر) ملا صیب ته دا وړاندیز وکړ، خو ملا صیب په ساده ټکو کې راته وويل چې دا د امريکا خپل خلک دي، زموږ به څه استازيتوب وکړي!.
عبدالحق د ننګرهار، لوګر او د هېواد مرکز کابل لپاره د طالبانو پر ضد د يوه ستر قومندان په توګه غوره شوی و، چې د امريکا د هوايي بريد په ملاتړ به يې د پليو ځواکونو رول ادا کاوه، چې د ننګرهار له نيولو سره د کونړ او لغمان سرنوشت هم تړلی و. دا کار عبدالحق ته سپارل شوی و او د کندهار، روزګان او هلمند د نيولو کار حامد کرزي ته سپارل شوی و. چې د ګل اغا شیرزي، جان محمد خان او د هلمند د غفار اخنزاده د کورنۍ په ګډون د کندهار، هلمند او روزګان ډېر زاړه قومندانان ورسره د همکارۍ لپاره په تماس کې وو.
حامد کرزی له يوولسم سپتمبر نه وروسته په پاکستان کې د CIA له مرکز سره په لوی کندهار کې د طالبانو پرضد د جنګې پلان پر جوړولو بوخت و؛ چې پر افغانستان د امریکا یرغل پيل شو. څو ورځې وروسته کله چې د CIA لخوا داخل ته د تلو امر ورته وشو، نو له پاکستانه د CIA له مزکز او د امریکا له هوايي ځواک سره د منظمې اړيکې پرمټ د هيواد داخل ته روان شو.
په دې اطمنان يې له کوټې ښاره د هېواد داخل ته سفر پیل کړ چې د خطر پر وخت به يې امريکايي الوتکې ژغوري.
د ځان ژغورنې په تدبیر کې حامد کرزي له قوماندان عبدالحق نه زیات متوجه او محتاط و،ځکه يې له کوټې ترکندهاره او بيا تر روزګانه يې له امریکايي جنګي قومانداني سره مسلسله تلفوني اړیکه ساتله او د سټلايټ تلفون په واسطه يې له خپل هر نوي منزل نه امریکايان خبرول.
هغه اول د روزګان مرکز ته نژدې د "سرمرغاب" دښته کې ليدل شوی و. د ولایت د قوماندانۍ او استخباراتو له خوا تعقیب شو. بالاخره د نومبر په دوهمه د روزګان له مرکز سره د درجې غره کې د سمیيز قومي مشر "درمان شاه" له زوی لعل محمد سره و، چې طالبانو بريد پرې وکړ. دا وخت له ده سره وسله‌وال ملاتړي هم وو. په بريد کې له دوي هغه ۶۰۰ میله وسله طالبانو ونيوله چې په دې غره کې د امريکايي الوتکو لخوا ورته غورځول شوې وه. کرزی له برید ه روغ ووت خو د تېښتې پر حال د طالبانو تر تعقیب لاندې و. پر بل سبا یعنې د نومبر په څلورمه کرزی له يوې ‌ډلې پلويانو سره امريکايي چورلکو د پاکستان جیکب اباد اډې ته نقل کړ. نږدې تر دوو اونيو د پاکستان په خاوره کې د CIA په پوځي بیس کې اوسېده او له هغه ځايه به يې رسنيو ته د سټلايټ تلفون له لارې ویل چې په روزګان کې یم.
هغه له دوو اونيو وروسته د CIA خاص کنډک سره له جیکب اباده چورلکه کې د اروزګان دهراوت ولسوالۍ ته بېرته راغی او د "ده‌جوز" په غونډیو کې يې واړول. دا وخت هرات او کابل د طالبانو له ولکې وتلي او د طالبانو جنګي ماشین کافي کمزوری و.

له کرزي سره د ترینکوټ د مرکز شاوخوا خلکو کې روزي خان (د ګرماو مانده)، خیروجان (د دیک)، محمدجان اخندزاده (د سجاول)، محمدهاشم خان (د سجاول)، مولوي لعل محمد (د پای ناوې)، معلم رحمت الله (د خانقې)، خطیب اخندزاده (د کوټوال) او معلم عبدالقادر ملګري وو.
روزي خان يې جنګي قوماندان و. ملا تور يا مولوي تور هم د هغه جنګي سړی و خو د مقاومت او جنګ روحیه یوه هم نه لرله، فقط ځانونه يې له طالبانو ساتل.
د ترینکوټ ښار له سقوطه وروسته له کندهاره يو کاروان د کرزي د نیولو لپاره وخوځېد خو د امریکايي الوتکو تر بمبار لاندې يې درانه تلفات ولیدل او هدف ته په رسېدو بریالي نه شول. له هغه وروسته کرزی د کندهار شاولي کوټ ته راغی، چې بيا تر هغو په شاولي کوټ کې و چې د کندهار تر سقوط لږ وړاندې د طالبانو يوه هيئت ورسره ولیدل او قوماندان ملا نقیب ته د کندهار پر سپارلو يې موافقه ورسره وکړه.
کندهار سقوط وکړ او کرزی د بون د پرېکړې په نتیجه کې د نوې موقتې ادارې د مشر په توګه کابل ته په امريکايي چورلکو کې د CIA له خاص کنډک سره انتقال کړای شو.
ښاغلي حامدخان کرزی د ځینو څرګندو شواهدو له مخي هغه مهال د امريکا ځانګړو ادارو او نورو لویديځو کړيو ته له اوله لا د اعتماد وړ و.
هغه هم د عبدالحق په څیر بلکلۍ څو چنده زیات د سي آی اي خاص مامور ګڼل کیده، د بون د فرمایشي غونډه يو تن ګډون وال سید اسحاق ګیلاني وايي چې د بون د غونډې افغان ګډون وال د دو نورو کاندیدانو پر سر ورستيو پایلوته رسيدلي و چې خليل زاد په غونډه کې په ډیره شوخه لهجه اعلان وکړ چې د افغانستان د انتقالي اداري مشر به پښتون وي، د کندهار به وي او نوم به يې حامد کرزی وي!
ښاغلی کرزی د لومړې يا انتقالي دورې پر وخت لا د واکمن په توګه د امریکايي قواوو او سیاسي ماموريت په مخ کې يوتش او بي کاره سمبول و، چې له غولوونکې وينا او ماهرانه ولسي اکټونو پرته په عمل کې د امريکايي قواوو د وحشیانه عملیاتو او اجرائاتو يو خاموش نندارچي و.
حتی د ده په پلویانو کې به چې پرچا امریکايانو لاس کيښود، ده يې د ژغورنې واک او جرائت نه لاره.
د ده د ملاقات او ملاتړ لپاره به د راتلونکو قومي سپین ږيرو اومخورو کاروانونه د امریکايي الوتکو لخوا بمباریدل او ډیری سمییز خلک چې ده به راغوښتي و امریکایانو زندانونوته اچول.
امريکایانو ټولو هغو افغان مشران او قوماندانانو ته یو له بل جلا حثیت ورکاوه چې له دوي سره يې د خپل هيواد په نیولو او اشغال کې مرسته کړې وه ،چې په دې کې د شمال ټلواله تر ټولو نازولې وه.
ځکه خو کرزي پر خپله سیالانو او ډیری مامورانو هم خپله مشري نشوای منلی، بلکې په ډیرو امورو کې يې د هغوي له اجازې او فرمایش پرته ګام هم نشوای اخیستي، له همدې امله به مناسبه جمله دا وي: چې د هرفرمان دتطبیق تر شا اصلی مرجع بهرني ځواکونه او د امریکا سیاسي ماموریت و، چې په يوه اشاره يې ټول امر منلو ته تیاریدل.
تردې پورې چې له بده مرغه حامد کرزي ته د خپلې کورنۍ مشري هم نه وه ورپريښودل شوې، بلکې د دې کورنۍ غړي په جلا جلا توګه له امریکايي مقاماتو او نظامي قوماندانانو سره پر کار بوخت و. د کرزي هر ورور په جلا جلا توګه له امریکايي مشرانو سره په راز او ماموریت کې و، ویل کيږي چې د ې کار هم حامد کرزي ته يو ‌‌ډول رواني بوج خلق کړی و

 

د حامد کرزي په اړه په۲۰۰۱م نومبر کې روزګان د راتلو اوبیرته تیښتې د جریانانو په اړه معلومات د هغه وخت د روزګان د مرستیال والي ملا محمد جان او له امريکايي یرغله لږ وروسته د کرزي د پلوي بنديانو، دوستانو او ځینې نورو منابعو په حواله په . په پوره دقت ترتيب شوی دي

 



اعلان