مودي د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه پرانېسته

پام وړ

مودي د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه پرانېسته

967

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په ګجرات ایالت کې د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه نن پرانېسته.

دغه مجسمه د هند د کانګرېس د ګوند او د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د وتلي فعال ولب بهايي پټېل ده. پټېل په ۱۹۴۷ ز کال کې له خپلواکۍ اخیستو وروسته د هند د کورنیو چارو لومړنی وزیر هم و.

پټېل د هند د لومړني لومړي وزیر او د کانګرېس ګوند مشر جواهر لعل نهرو ښي لاس ګڼل کېده. پټېل له خپلواکۍ وروسته هند ته پام وړ خدمتونه کړي دي.

دغه مجسمه د نرمدا د سیند په غاړه جوړه شوې چې ۱۸۲ متره لوړوالی لري.

د مجسمې ټول لګښت ۴۳۰ میلیونه ډالر دی چې د یووالي مجسمې نوم ورکړل شوی دی.

د یووالي له مجسمې وړاندې چین تر ټولو لوړه مجسمه درلوده. د بودا دغې مجسمې ۱۵۳ متره لوړالی لري.



اعلان