څېړنه: د پيازو اوبه کولای شي چې دوه اوونیو کې توی شوي ويښتان بیا راشنه کړي

پام وړ

څېړنه: د پيازو اوبه کولای شي چې دوه اوونیو کې توی شوي ويښتان بیا راشنه کړي

3679

اوسني وخت کې د زړو خلکو تر څنګ د ځوانانو د سر ويښتان هم تویېږي، خو یوه تازه ترسره شوې څېړنه وايي چې ستاسو په پخلنځي کې شته پياز کولای شي چې نه یوازې ستاسو د ويښتانو د تویېدو مخه ونیسي، بلکې له وخت څخه مخکې د سپينېدو مخه يې هم نیولای شي.

د امریکا د ډرمېټالوژي د اکاډمۍ په وینا، د ویښتانو تويېدل میراثي ناروغي هم کېدای شي چې اینډروجېنېټک ایلوپيشیا ورته وايي. له دې پرته، د بېلابېلو درملو کارول هم ويښتان تويوٍي.

څېړنه وايي، د پيازو اوبه (جوس) کولای شي چې د ويښتانو د تویېدو مخه ونیسي. په ډرمېټالوژي ژورنال کې خپرې شوې یوې مقاله کې راغلي، که د پيازو اوبه د توی شویو ویښتانو بېخونو باندې واچوئ، نو د ویښتانو په بیا راشنه کېدو کې به مرسته وکړي. د څېړنې له مخې، که دغه چاره د ورځې دوه ځل وکړئ، نو د دوه اوونیو دننه به د ويښتانو راشنه کېدل پېل شي.

نوټ:

هغه کسان چې له پيازو سره حساسیت لري، نو د پیازو اوبه دې په سر نه اچوي.

که د پيازو بوی ډېر تېز وي، نو د لېمو اوبه ور سره ګډې کړئ.



اعلان