فراه: د چورلکې د غورځېدو له امله دوه ویشت تنه وژل شوي

افغانستان

فراه: د چورلکې د غورځېدو له امله دوه ویشت تنه وژل شوي

234

د هېواد له لویدیځ فراه ولایت څخه رپوټونه وايي، یوه نظامي چورلکه انار درې ولسوالۍ ته نږدې غورځېدلې ده.

د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي د چورلکې غورځېدل تایید کړي دي. نوموړي اریانا نیوز ته ویلي چې چورلکه کې، د نورو تر څنګ، د شورا مشر فرید بختور، د شورا غړې جمیله امیني او د ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله خلیل سپاره وو.

نوموړي ویلي چې چورلکه له یوه غره سره لګېدلې او سقوط يې کړی دی.

بل خوا، یوې سرچینې بیا ویلي چې چورلکه کې سپاره ټول دوه ویشت تنه وژل شوي دي.



اعلان