یهودانو د امریکا د ولسمشر پر ضد مظاهره کړې

سيمه او نړۍ

یهودانو د امریکا د ولسمشر پر ضد مظاهره کړې

127

د امریکا ولسمشر هغې سیمې ته تللی چېرته چې یوه بریدګر په ډزو یوولس تنه یهودان وژلي وو. بریدګر له ډزو وړاندې ویلي وو چې ټول یهودان باید ووژل شي.

نن د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم وو.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه پېښه په سختو ټکو غندلې وه او نن له خپلې مېرمن سره په پېنسلوانیا ایالت کې پټسبرګ سیمې ته ورغی چې د یهودانو له سخت غبرګون سره مخ شو.

لسګونه راټولو شویو یهودانو له ټرمپه غوښتل چې سیمه پرېږدي او لاړ شي. الجزیره وايي، ځینو کسانو له ټرمپه غوښتل چې کورته لاړ شي او پټسبرګ او پېنسلوانیا پرېږدي.

یوې مظاهره کوونکې ویلي، غوښتل مې ټرمپ پوه کړم چې موږ تا دلته نه غواړو.

هلته یو شمېر راټولو شویو یهودانو ویل چې موږ د ټرمپ د خبرو طریقه نه خوښوو، ځکه د دوی په وینا، دغې کرکې ته د هغه خبرو هوا ورکړې ده.



اعلان