پاکستان: سترې محکمې د اسلام د پېغمبر د سپکاوي په تور په اعدام د محکومې د ژر خوشې کېدو امر کړی

سيمه او نړۍ

پاکستان: سترې محکمې د اسلام د پېغمبر د سپکاوي په تور په اعدام د محکومې د ژر خوشې کېدو امر کړی

86

د پاکستان سترې محکمې نن په یوه پرېکړه کې د هغې عیسوۍ ښځې د ژر خوشې کېدو امر کړی چې په ۲۰۱۰ ز کال کې د اسلام د پېغمبر په سپکاوي تورنه شوې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال کې وویل شول چې اسیې حضرت محمد (ص) ته ناوړه الفاظ کارولي دي. په بل کال لومړنۍ محکمې اسیه په اعدام محکومه کړه. په ۲۰۱۴ ز کال کې د لاهور استناف محکمې د اعدام سزا تایید او د اسیې غوښتنه يې رد کړه.

په ۲۰۱۶ ز کال کې د اسیې قضیه د پاکستان سترې محکمې ته لاړه چې نن سترې محکمې د اسیې د ژر خوشې کېدو امر وکړ.

نږدې دوه کاله وړاندې د پنجاب والي سلمان تاثیر د ده د خپل ساتونکي له لوري ځکه ووژل شو چې هغه د اسیې ملاتړ کړی و.

رپوټونه وايي، پلازمېنې اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، سترې محکمې ته تللې لاره تړل شوې او اضافي پولیس ګومارل شوي دي.



اعلان