مولانا فضل الرحمن ته په ګمراه ویلو اپوزیسیون احتجاج کړی

سيمه او نړۍ

مولانا فضل الرحمن ته په ګمراه ویلو اپوزیسیون احتجاج کړی

480

نن د پاکستان پارلمان کې د دغه هېواد د مالیې وزیر پر اقتصادي وضعیت خبرې کولې.
د ایکسپرېس نیوز د رپوټ له مخې، اسد عمر په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان د پنځه دېرش میلیارده ډالرو له زیان سره مخ دی.
د عمر په وینا، فضل الرحمن ته کوم چا ناسم خبر ورکړی او زما د پلار په تړاو یې "ګمراه" کړی دی. عمر د هند-پاکستان د ۱۹۷۱ ز کال د جګړې پر مهال د خپل پلار د جګړې یاده کړې او ویلي یې دي چې پلار مې د جهنګ سیمه نیولې وه. د هغه په خبره، د پوځ د تسلیمۍ سره مې د پلار هېڅ کار نه شته.
عمر له خپلو خبرو وروسته ووت او د جمعیت علما اسلام (ف) ډله هم د احتجاج په ډول له تالار نه ووته. دوی وویل چې عمر د فضل الرحمن په اړه ناوړه الفاظ وکارول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا وویل چې د "ګمراه" لفظ غېر پارلماني نه دی.
نوموړي وویل، که د پارلمان غړي خپه شوي وي، نو زه ترې د ماليې د وزیر پر ځای بخښنه غواړم.
فضل الرحمن چې د جمعیت علما اسلام (ف) مشر دی، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند له سختو منتقدینو څخه دی.
د یادونې وړ ده چې د ۱۹۷۱ ز کال په جګړه کې د پاکستان زرګونه پوځیان هندي پوځ ته تسلیم شول او هندی پوځ و چې ختیځ پاکستان (بنګله دېش) یې له پاکستانه جلا کړ.



اعلان