پښتونخوا: حکومت د نجونو ښوونځیو ته د نارینه وو تګ منع کړ

سيمه او نړۍ

پښتونخوا: حکومت د نجونو ښوونځیو ته د نارینه وو تګ منع کړ

87

د خېبر پښتونخوا حکومت د ایالت ټولو ښځینه ښوونځیو ته د نارینه وو په ورتګ بندیز ولګاوه. له دې وروسته به نارینه ان د دې اجازه و نه لري چې د نجونو د ورزش سیالیو ته د مېلمنو په توګه ورشي.

دغه بندیز د ایالت د اعلی وزیر محمود خان په لارښوونه لګول شوی دی.

د ایالت د ښوونې سلاکار ضیاء الله بنګښ بي بي سي اردو ته ویلي، له څه مودې راهیسې د دولتي ښوونځيو د ښځینه وو زده کوونکو تصویرونه په ټولنیزو شبکو کې شريکېږي چې خلکو يې له امله شکایتونه کړي دي.

د بنګښ په وینا، وروستیو کې د هغه ښځینه زده کوونکو تصویرونه په فېسبوک او ټولنیزو شبکو کې له اجازې پرته خپاره شوي، کومو چې په لوبو کې ګډون کړی و.

نوموړي ویلي، تېره ورځ د ښځینه وو داسې یو تصویر په ټولنیزه شبکه کې خپور شو چې یو شمېر ښځینه زده کوونکې د لوبو په جامو کې ښکاري او مخامخ کتار کې ورته سړي ولاړ دي او نجونو ته په ژور نظر ګوري.

بنګښ زیاته کړې، د دغه تصویر په اړه بېلابېل ډول منفي تبصرې وشوې او ځینې خو لا داسې وې چې د چا په مخ کې بیا ویل کېدای نه شوې.

حکومت له دې ګام ور اخوا، په ښوونځیو کې د تصویر او ویډيو په جوړولو هم بندیز ولګاوه. رسنیو ته هم ویل شوي چې د ښوونځیو دننه مراسمو ته پوښښ ور نه کړي.

د بنګښ په خبره، په پښتنه ټولنه کې د یوې زده کوونکې د مور و پلار له اجازې پرته د هغې تصویر یا ویډيو نه شي جوړېدای.

"راتلونکې کې چې په ښځینه ښوونځیو کې څومره پروګرامونه کېږي، هغو کې به د ایالتي جرګې ښځینه غړي یا لوړ پوړې ښځینه افسرې د خصوصي مېملنو په توګه ګډون کوي".

بل خوا، د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزې پلار ضیاء الدین یوسفزي د حکومت د دغه ګام مخالفت کړی. نوموړي په یوه ټويټ کې ویلي، ښاغلی لومړی وزیر! ایا دا هغه بدلون او نوی پاکستان دی چې تاسو يې له موږ سره ژمنه کړې وه.

یوسفزي د حکومت دا ګام طالبي کول (طالبانایزېشن) بللي دي.

خو یو شمېر نورو کسانو بیا د حکومت د دغه ګام ملاتړ کړی دی.



اعلان