کال ۱۹۲۹: سرې لښکرې څه ډول په افغانستان کې جنګېدې

د پرون کيسه

کال ۱۹۲۹: سرې لښکرې څه ډول په افغانستان کې جنګېدې

204

د روسيې خبري سرچينې سپوټنيک نيوز دري څانګې په دې اړه يو مطلب خپور کړی چې سرې لښکرې په کال ۱۹۲۹ کې افغانستان کې څه ډول جنګېدې؟

سرچينې پر دې رڼا اچولې چې د افغانستان د جغرافيوي موقعيت د غوره والي له امله دا هېواد تل د زبرځواکونو د تمې ځای ګرځېدلی و، «د روسيې اوسني خلک د تېرې پېړۍ د اتيايمو کلونو د جګړو په اړه سوچ کوي، خو خبره له دې ډېره وړاندې ده».

سپوټنيک نيوز ويلي، چې د امپراتوريو په نيابتي جګړو کې واک د امان الله خان لاس ته ورغی او «واک ته له رسېدو سره سم نوموړي انګرېزان پسې واخيستل او ورپسې يې ځينو اصلاحاتو ته مخه کړه، چې له امله يې افغان ولس را وپارېد». وېبپاڼې زياته کړې، چې کله د امان الله خان پر ضد پاڅون پيل شو، پاچا نه غوښتل تسليم شي او جګړه يې پيل کړه.

راپور زياتوي چې امان الله خان په ورته وخت کې د شوروي اتحاد له چارواکو وغوښتل چې د پارېدلو خلکو پر ضد يې مرسته وکړي او د شا له لوري د پوځي ټوليو پر مټ د هغوی جبهې وځپي. «مسکو موافقه وکړه او په بدل کې يې د باسمچيانو د بانډونو د له منځه وړو غوښتنه وکړه، چې په لويديځو پولو کې شوروي اتحاد ته سرخوږی و».

سرچينه وړاندې لیکي چې بدبختانه د افغانانو هيڅ وسله وال ځواک جوړ نه شو، ځکه هغوی له وسلو سره بلد نه و او د جګړې پوهه يې نه درلوده، له همدې امله د امان الله خان د پلوۍ لپاره د سرو لښکرو سرتېري له نظامي حوزې څخه منځنۍ اسيا ته ننوتل.

«سرتېرو د افغانانو جامې اغوستې وي او دستور ورکړل شو چې د بېګانه‌ګانو په مخ کې پر روسۍ ژبه خبرې ونه کړي». د دغه لښکرو مشري د کورنۍ جګړې قهرمان او د ويټالي قول اردو قوماندان پريماکوف کوله. دې سرتېرو سره ۲۰۰۰ تورې، څلور ميله توپ او ۲۴ ميله ماشيندارې وې او له پولو تېر شول. لومړی هدف کلفت ښار و چې د توپخانو له څو ډزو وروسته تسليم شو.

د افغانانو په جامو کې د سرو لښکرو سرتېرو خپلې لار وهلو ته ادامه ورکړه او له جګړې پرته پر خان آباد او بيا پر مزار شريف ور ننوتل. پارېدلو افغانانو دا «سپين سترګي» و نه زغمله او پر ښار يې بريد ښخ کړ، خو د روسي ځواکونو د مقاومت له امله د ښار په نيولو و نه توانېدل.

دا مهال ۴۰۰ نفري دويمه ډله روسي پوځيان له ۶ توپونو او ۸ ماشيندارو سره افغانستان ته واستول شول، د هغوی جامې هم افغانۍ وې. له څو ورځو وروسته دوی هم له لومړۍ ډلې سره يو ځای شول او کلابندي يې ماته کړه. څو کوچني ښارونه نور هم ونيول شول او بيا د سرو لښکرو سرتېرو د کابل لار ونيوه.

سرچينه وايي چې د پلازمېنې د نيول کېدو وړاندوينه کېده، او په لار کې د ابراهيم بېک په مشرۍ د ۳۰۰۰ تورو لرونکي وسله وال له منځه ولاړل.

بريا خو په لوړه بيه

روسۍ وېبپاڼه وړاندې زياتوي چې پريماکوف په دې نظر و چې د امان الله خان مرستې ته تللی، خو په اصل کې د ټول افغان ولس پر ضد ولاړ و، ځايي خلک سره يو لاس شول چې د سرو لښکرو مقابله وکړي. سره له دې چې له نظامي پلوه دوی کمزوري وو خو د امان الله خان د لښکرو مرستيال ماته وخوړه او امان الله خان له هېواده پښې سپکې کړې.

وروسته دا پوښتنه مطرح وه چې څه بايد وشي؟ «پرېماکوف کولی شو د هېواد واګې په زور په لاس کې ونيسي، خو هغه ته داسې امر نه و شوی. ډېر ژر مسکو کې پرېکړه وشوه چې د سرو لښکرو سرتېري دې بېرته هېواد ته راستانه شي او بيا همداسې وشول».

سرچينه په پای کې ليکي، چې د افغانستان خلک له همغه وخت راهيسې د څو لسيزو په اوږدو کې د روسانو کلک مخالفين وو.



اعلان