طالب مشر: هېوادوال دې د وچکالۍ له منځه تللو او باران کېدو له پاره د استسقاء مونځونه وکړي

افغانستان

طالب مشر: هېوادوال دې د وچکالۍ له منځه تللو او باران کېدو له پاره د استسقاء مونځونه وکړي

177

د طالبانو مشر په یوه خپره شوې اعلامیه کې له خلکو غوښتي چې د وچکالۍ د له منځه تللو او د باران د ورېدو له پاره د استسقاء مونځونه وکړي.
هبت الله اخندزاده ځکه دا غوښتنه کړې، چې په وینا یې، د کښتونو له پاره اوبه نه شته، کروندې او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او انسانان او حېوانات د اوبو او باران د لږوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي ویلي، لکه څرنګه چې د استسقاء مونځ یو مسنون عمل دی، نو هېوادوالو ته توصیه کوم چې دا مسنون عمل تر سره کړي.
د یادونې وړ ده چې ځینو نړیوالو رسنیو روانه وچکالي د افغانستان له پاره لوی ګواښ ګڼلی دی.
رپوټونه وایي، تر ټولو ډېره وچکالي د افغانستان شمال کې ده چېرته چې زرګونه خلک له دې امله بې ځایه شوي دي.



اعلان