ترکيه: اردګان د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر پرانيست

پام وړ

ترکيه: اردګان د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر پرانيست

973

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان نن په استنبول ښار کې د نړۍ د تر ټولو ستر هوايي ډګر د لومړي پړاو پرانيسته وکړه.

د دغه نړيوال هوايي ډګر پرانيستې ته ګڼ شمېر نړيوال او ترک شخصيتونه ورغلي و، چې نن دوشنبه د ترکيې د جمهوريت د تاسيس له ۹۵مې کليزې سره سمون خوري.

پر دغه هوايي ډګر د «Istanbul Grand Airport» له لوري له ۵ کلونو راهيسې کار روان و، چې ټول لګښت به يې له ۲۶ مليارد يورو واوړي.

د دغه هوايي ډګر د لومړۍ مرحلې پانګونه ۶ مليارد يورو دی، چې هر کال به ۹۰ مليونو مسافرو ته خدمات وړاندې کړي. دغه هوايي ډګر به په ۴ مرحلو کې تر ۲۰۲۳ کال پورې بشپړ شي.

هوايي ډګر د ۷۶.۵ مليونو مترو مربعو ځمکه کې جوړېږي او د ۲۵۰ شرکتونو الوتکې به د نړۍ ۳۵۰ لوريو ته الوت ترې کوي.

د يادونې وړ ده چې استنبول کې له دې وړاندې دوه نور هوايي ډګرونه هم و، چې يو د ښار په اروپايي او بل په اسيوي څنډه کې دي.



اعلان