امریکا: تېرو لسو میاشتو کې د ډزو ۴۷ زره پېښو کې ۱۲ زره کسان وژل شوي

راپورونه

امریکا: تېرو لسو میاشتو کې د ډزو ۴۷ زره پېښو کې ۱۲ زره کسان وژل شوي

173

یوه ورځ وړاندې د امریکا په پیټزبرګ کې د یوه تن د ډزو په پایله کې یوولس تنه ووژل شول. وژل شوي کسان یهودان وو چې د امریکا ولسمشر ورته توند غبرګون وښود.
د مارکیټ واچ په نوم یوې وېبپاڼې لیکلي، د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ له لومړۍ تر د اکټوبر تر اووه ویشتمې پورې په ټوله امریکا کې د ټوپکو او توپنګچو د ډزو ۴۷۲۲۰ پېښې شوي چې پایله کې یې ۱۱۹۸۴ تنه وژل شوي دي.
یادې وېبپاڼې دغه مالومات د ټوپکو د تاوتریخوالي له ارشیف څخه ترلاسه کړي چې یوه بې پرې او څېړنیزه اداره ده.
په منځني ډول هره ورځ د ډزو ۱۵۷ پېښې شوي او هره ورځ ۴۰ تنه وژل شوي.
ډزو کې هر ډول پېښې شاملې دي. په خپله د ځان ویشتلو، د چارواکو ښکېلتیا، لویې وژنې، د غلو وژنې او تر کورنیو وژنو پورې.
رپوټ وایي، تر اوسه دوه ویشت زره کسانو ځانوژنه کړې.
وروستۍ پېښه د شنبې په ورځ وشوه چې وسله وال کس نیول شوی. وسله وال کس چغې وهلې چې ټول یهودان باید ووژل شي.



اعلان