عمران خان ته د زاخېلوال ځواب: د افغان کډوالو بېرته تګ غواړو

افغانستان

عمران خان ته د زاخېلوال ځواب: د افغان کډوالو بېرته تګ غواړو

1080

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د لومړي وزیر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاکستاني تابعیت په ورکړه غور کوو.
عمر زاخېلوال ډیلي ټایمز سره خبرو کې د عمران خان د دغو څرګندونو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل غواړو.
"زموږ لومړیتوب د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته ستنېدل دي، دوی بېرته خپل هېواد ته تګ غواړي".
زاخېلوال د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر کرښې د اغزن تار د لګولو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا به د کرښې د دواړو غاړو د اوسېدونکو پر یوه بل تکیه او بهیر محدود کړي.
زاخېلوال ویلي، د وسله والو د نفوذ (تګ راتګ) د مخې نیولو له پاره د خلکو د ژوند د محدودلو پر ځای د پالیسۍ بدلون ته اړتیا ده.
"دا لاره اغېزمنه نه ده".
پاکستان وایي، پر ډیورنډ کرښې د وسله والو د تګ راتګ د مخې نیولو له پاره یې پر دغې کرښې د اغزن تار او کټارو لګول پېل کړي چې تر اوسه یې لسګونه کیلومتره لګولی دی.
خو ویل کېږي چې دا کار د افغان حکومت په خوښه کېږي. ځینو سیمو کې ځایي خلکو د دغه تار د لګولو مخالفت کړی او تارونه یې غورځولي دي.



اعلان