فلسطينيان: عربان مو له شا پر خنجر وهي

سيمه او نړۍ

فلسطينيان: عربان مو له شا پر خنجر وهي

485

فلسطيني ولس اسراييلو سره د عربي نړۍ د چارواکو نږديکت د فلسطين پر قضيه له شا د خنجر ګوزار او د هغه پروژې برخه بللی چې له مخې يې د ټرمپ د «سودا/معاملې» د پلي کولو هڅې کېږي، څو فلسطينۍ قضيه له منځه وباسي.

د سعودي، مصر او عمان په ګډون د ګڼو عربي هېوادونو چارواکو په خپلو وروستيو څرګندونو کې په ډاګه ويلي، چې نور د دې وخت را رسېدلی چې اسراييل د يوه هېواد په توګه ومنل شي.

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان څه موده مخکې وويل، چې اسراييل حق لري د هر چا په څېر پر خپله خاوره/هېواد ژوند وکړي. سرچينو د مصر د استخباراتي ادارو د پټو اسنادو له ترلاسه کولو وروسته پر دغه هېواد هم اسراييلو سره د فلسطين پر سر د سودا تور پورې کړ. او ورپسې وړمه ورځ عمان ته د اسراييلو د لومړي وزير نتنياهو له سفر وروسته د دې هېواد واکمن وويل چې د دې وخت را رسېدلی چې اسراييل د يوه هېواد په توګه ومنل شي.

فلسطينانو پر ټولنيزو رسنيو او وېبپاڼو د عرب چارواکو پر دې چلن سختې نيوکې کړي او څرګنده کړې يې ده، چې دا د فلسطين پر قضيه او پر فلسطينيانو له شا د خنجر ګوزار دی. هغوی زياته کړې ده، چې عرب مشران اوس له خپلو حقيقي مخونو پرده پورته کوي چې ۷۰ کاله يې پټ کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې محمود عباس د عمان د چارواکو څرګندونو ته غبرګون کې ويلي، چې د «د پېړۍ سودا» به د بالفور تړون په څېر تېره نه شي. هغه يو ځل بيا د دې سودا د نه منلو ټينګار کړی دی.



اعلان