سنډی ټايمز: امريکا د کورنۍ جګړې په درشل کې ده

پام وړ

سنډی ټايمز: امريکا د کورنۍ جګړې په درشل کې ده

239

امريکايي ورځپاڼې سنډی ټايمز په خپله يوه مقاله کې ګواښ کړی چې امريکا په حاضر وخت کې له بل هر وخت ډېره وېشلې او شکېدلې ده، چې له امله يې هېواد د دويم ځل لپاره د يوې حقيقي کورنۍ جګړې پر پولو ولاړ دی. سرچينې پر امريکايانو غږ کړی چې بايد بيدار اوسي.

د انګرېز ليکوال نيال فيرګسون دغه مقاله کې څرګنده شوې چې امريکا اوسمهال له بل هر وخت ډېره هغې خونړۍ ټولوژنې ته نږدې ده، چې اتحادي ځواکونو په کې د ۱۸۶۱ کال په اپريل کې پر لويديځه کارولينا بريد وکړ.

نوموړي دې ته اشاره کړې چې تېره اوونۍ کې د ولسمشر ټرمپ مشهورو منتقدينو ته د چاودېدونکو کڅوړو د استولو عمليه امريکا کې د دویمې کورنۍ جګړې د وړاندوينو يوه کيلي ده، چې په پيټسبرګ کې د يهودو پر عبادتځای پرونی بريد يې نور پخلی هم کوي.

د ليکوال په وينا ښي اړخي او چپيان دواړه د يو بل پر ضد ډېره ترخه ژبه کاروي او دا بشپړه څرګنده ده، چې د سياسي تاوتريخوالي د پېښو د ډېرېدا شونتيا شته.

د تاريخپوه ګواهي

ليکوال وړاندې ليکي چې که څوک د کورنۍ جګړې د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي نو له پامه غورځول کېږي، ځکه ګومان کېږي دوی د وېرې خپرولو هڅه کوي، خو کله چې د ويکټور ډيوېس هانسون په څېر تاريخپوه ګواښ وکړي چې امريکا د کورنۍ جګړې په درشل کې ده، نو بايد ټول بيدار واوسي.

«متحده ايالاتو کې د سياسي بې‌ثباتۍ ډېرې نښې نښانې شته، په ځانګړي ډول د مساوات نه شتون، د ۲۰۲۰ په رارسېدو به دا نښې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شي او هېواد به له يوې ترخې کودتا سره مخ کړي».

ليکوال د يوه بل امريکايي ليکوال ريهان مرشد سلام نوي کتاب ته اشاره کړې، چې په وينا يې که د کډوالۍ تګلاره کې اساسي اصلاحات را نه وستل شي، وضعيت به خورا خراب شی. دغه ليکوال د امريکا د اجتماعياتو د پوه پيټر تورشين د هغه څرګندونو پخلی کړی چې د امريکا وضعيت ښه نه دی او په راتلونکو څو کلونو کې به پر يوه کودتا بدل شي.

ايډيالوژيک وېش

تورشين د دليل په توګه وايي چې نړيوالتوب، انټرنټ، چپيانو ته د ټولنو ميلان او نامنظمه کډوالي هغه څه دي چې امريکايان يې له فکري پلوه سره وېشلي او جغرافيوي بڼه هم اخلي.

فيرګسون تبصره کوي چې د امريکا اوسنۍ سياسي فضا تورشين اړ کړی چې د ۱۹مې پېړۍ د نيمايي د وخت له امريکا سره يې ورته وبولي، بلکې ان له ميلاده ۵ پېړۍ مخکې د يونان له حالت سره يې ورته وبولي، چې کورنيو شخړو دا هېواد پر کوچنيو دولتونو ووېشه.

ليکوال دې ته اشاره کوي چې پر سياسي ډګر د چپيانو او ښي اړخو دوه کوچنۍ ډلې کولی شي، چې دا شخړې راوپاروي او چوپ اکثريت دې ته اړ کړي چې تاوتريخوالي يا ومني او لږ تر لږه پرې چوپ پاتې شي.

لومړۍ کورنۍ جګړه

مقاله څرګندوي چې امريکايان د ۱۹مې پېړۍ په نيمايي کې د مرييتانې د قضيې په سر وېشل شوي وو او دغه بېلتون په ۱۸۶۰ کې ولسمشرۍ ته د ابراهام لينکولن له رسېدو سره سم د دې لامل شو چې ۷ لويديځ ايالتونه جلا شي او لومړۍ کورنۍ جګړه پيل شي.

ليکوال خپله مقاله پر دې پای ته رسولې چې امريکايان اوسمهال پر ګڼو مسالو سره اختلاف لري، او که لوی ګوندونه په راتلونکو ټاکنو کې بېل بېل نوماندان ولري او ټرمپ د دويم ځل ولسمشر کېدو هڅه وکړي، نو امريکا کې به د ۱۸۶۰ کال په څېر وضعيت رامنځته شي. د هغه په وينا دې خبرې ته د ولسمشر ټرمپ پخواني ستر سلاکار سټېف بان متوجه کړی دی.



اعلان