د کیلې د پوستکي څو ګټې

پام وړ

د کیلې د پوستکي څو ګټې

572

کیله ډېره خوندوره مېوه ده چې ګټې یې ډېرې دي.
کیله د روغتیا او د بدن د دفاعي نظام له پاره اړینه ده، خو د کیلې پوستکی هم خپلې ګټې لري.
زیاتره خلک د نه پوهېدو له امله د کیلې پوستکي غورځوي، خو موږ یې لاندې درته څو ګټې لیکو چې ښایي له دې وروسته به د کیلې پوستکي و نه غورځوئ.
له ویټامینو ډک
د کیلې پوستکی هم لکه د کیلې په څېر له ویټامینونو ډک وي. د کیلې پوستکی ویټامین بي شپږ، ویټامین بي دولس، منګنیزیم، پوټاشیم او د پروټینو کافي اندازه لري.
تاسې کولای شئ چې د کیلو پوستکي، له ښه وینځلو وروسته، د لسو دقیقو له پاره وخوټوئ (جوش کړئ) او بیا یې له جوسر (جوس جوړوونکي ماشین) څخه وباسئ او ویې څښئ.
بوټانو ته ځلا ورکوونکی
د کیلې پوستکي کې شته پوټاشیم کولای شي چې ستاسو بوټان او څپلۍ ښکلي کړي. د کیلې د پوستکي دننه خوا په خپلو بوټانو یا څپلیو وموښئ او بیا یې په یوه پاکه ټوټه پاک کړئ. و به ګورئ چې بوټان یا څپلۍ به مو پړق وهي.
بوټي له چینجیو وساتئ
د کیلې پوستکي په خپلو باغچو کې واچوئ. دغه پوستکي له غذا ډک وي. پوستکی کوچنۍ ټوټې کړئ او یو انچ لاندې یې د بوټو بېخونو ته واچوئ. دا به مو بوټي له چینجیو وهلو وساتي.
د درد او سوځېدو کمول
د تایي لېنډ د یوه طبي مرکز د څېړنې له مخې، د کیلې پوستکی د انساني بدن د سوځېدو (هدف د اور یا ګرم چای سوځېدل نه دي) په له منځه وړلو کې مرسته کوي. دغه راز، که د بدن کوم ځای مور درد کوي، نو د کیلې پوستکی پرې کېږدئ.



اعلان