سيد جمال الدين افغاني د ځان په اړه څه وايي؟

د پرون کيسه

سيد جمال الدين افغاني د ځان په اړه څه وايي؟

243

سيد جمال الدين افغاني تريخ او صريح سړی و، هېڅ کله يې دروغ نه ويل. هر چېرته يې حقيقت ښکاره کړی او ډېرو ځايونو کې د حقيقت ښکاره کول ورته زښت ډېر مشکلات هم زېږولی، آن زنداني کېدل يې او د ځينو له نظره د همدغه صراحت او حق ويلو له امله وژل شوی. خو ځينې خلک يا د اسلام دښمنۍ له امله يا د ساده ګۍ او يا د تعصب له مخې د افغاني صداقت او صراحت ردوي او سيد جمال الدين ايراني بولي. په داسې حال کې چې افغاني په خپله صراحتا ويلې چې د افغانستان د کونړ ولايت د ساداتو دی. هغه ځان حنفي مذهبه سني باله. آن په خپل لاس ليکل شوي اسناد يې هم شته چې ځان يې د کونړ له ساداتو معرفي کاوه.
افغاني د ځان په هکله وايي: "شرق او شرقيانو ته مې وکتل، افغانستان لومړی ځای و چې زما توجه يې جلبه کړه، او دا لومړی ځای دی چې زما بدن يې پر خاورې لګېدلی، بيا هند و –چې عقل مې په کې مثقف شو-، بيا ايران د ګاونډيتوب او اړيکو له مخې..." په دغه وينا کې افغاني ښکاره وايي چې د افغانستان دی او ايرانيان -چې پر افغاني دعوه کوي- خپل ګاونډيان ګڼي. افغاني بيخي ښکاره خبره کړې او هېڅ د شک و شبهې ځای يې نه دی پرې ايښی، خو له دې سره هم ځينې ځان -يا خلک- غلطوي!
د افغاني بل اعتراف يې شاګرد، محمد باشا مخزومي [۱۸۶۸-۱۹۲۹م] په خپل "د افغاني سيد جمال الدين خاطرات" کتاب کې ليکلی. د مخزومي باشا دغه کتاب د افغاني په هکله يو ډېر مؤثق او معتبر مرجع دی چې د ده په هکله تقريبا په ټولو کتابونو کې ترې استفاده شوې. مخزومي باشا د کتاب په مقدمه کې ليکي:
يوه ورځ مې ورته [افغاني ته] وويل چې ستا ځينې دوستان او هوا خواهان غواړي چې ستا سوانح نشر کړي او د اخبار والاوو په اصطلاح د خپل اخبار ستونونه پرې ښکلي کړي؛ نو دی موسکی شو او ويې ويل:
(عيان بيان ته اړه نه لري او هغه څه ورته ووايه چې فلاني سړي زما په باره کې ويلي دي )..
بيا ما ورته وويل چې: (ستا په شان حکيم استاذ ته نه ښايي چې په هغه څه د خپل عصر په خلکو بخل وکړې چې نورو ته يې ګټه رسېږي او ده ته مضر نه اوسي.) ده راته وويل: (په دې کې به د هغه چا له پاره څه ګټه وي چې دا يادوي چې زه په ۱۲۵۴ هجري کال کې پيدا شوی يم او له نيمې پېړۍ نه زيات عمر مې تېر کړی او له خپلې خاورې (افغانستان) نه په وتلو مجبور کړای شوی يم او د خلکو اغراض او اميال لوبې راباندې کوي، او په دې هم مجبور کړای شوی يم چې د هند خاوره پرېږدم او له مصر نه وشړل شم او له استانې او د ځمکې له اکثرو پايتختو څخه واېستل شم. دغه احوال ټول هغه خاطرات دي چې ما نه خوشالوي او نه د قوم له پاره کومه فايده په کې شته)... 
د افغاني په دغه ځواب کې مرحوم محمد باشا المخزومي د هغه دا قول چې ځان يې افغانستان ته منسوب کړی، رانقل کړی دی چې دا هم د ده پر افغانيت ډېر ښکاره او قوي دليل دی.
همدارنګه مرحوم سيد قاسم رشتيا [۱۹۱۳-۱۹۹۸م] د افغاني په اړه خپل کتاب کې د هغه وينا نقله کړې چې وايي؛ "زه اړتيا نه وينم چې ځان کوم ملت ته منسوب کړم، زه افغان يم." دا اعتراف هم د نورو په څېر ډېر سپين او واضح دی. 
په "مجموعه اسناد و مدارک چاپ نشده در باره سيد جمال الدين مشهور افغانی" کې د سيد جمال الدين په خپل لاس ليکل شوی ليک خپور شوی چې ليکلي يې دي چې د کابل اوسېدونکی افغان، سيد جمال الدين افغاني د کونړ له ساداتو. 
همدارنګه بل دليل چې د هر څېړونکي توجه جلبوي، د عروه الوثقی پر مشهورې مجلې د افغاني نوم ليکل دي. افغاني په خپله دغه مجله کې چې له پاريسه يې خپروله، پر لومړي مخ يې ليکلي "سيد جمال الدين الحسيني الافغاني" . علامه افغاني په خپله د دغې مجلې مسؤول و او ښکاره ده چې د افغاني تخلص يې په خپلې لارښوونې ليکل شوی.
کله چې د علامه سيد جمال الدين افغاني شاګرد برهان الدين بلخي دا آوازه واورېده چې خلک سيد جمال الدين، ايرانی بولي، نو د افغاني هغه خبره چې ده ته يې کړې وه، وويله. بلخي ليکي: 
په دې ورځو کې اورم چې ځيني خلک استاد (افغاني)، ايراني بولي، نو د دې له پاره د افغاني هغه مرکه چې له ما سره يې کړې وه، دقيقا يې نقلوم: (زه د کنړ له مشهورو ساداتو يم.. افغانستان کې زېږېدلی يم. شيخ جمال الدين چې بابي رئيس او ايرانی دی، چېرته چې زه تللی يم، هغه هم پټ تللی، همدا لامل دی چې ايرانيان يا خبر دي يا په ناخبرۍ ما شيخ جمال الدين ګڼي، چې دا مطلقا دروغ دي. زه ځان ښه پېژنم، دا دی قسم خورم چې زه اصلا ايرانی نه يم او افغان يم، ټول افغانان ما پېژني او دا خبره تصديقوي.) 
سيد جمال الدين افغاني په ډېرو ليکونو چې خلکو ته يې استولي دي او مجلو کې چې يې ليکنې خپرې شوي، له نامه سره يې افغاني ليکل شوي. استاد فضل الرحمن فاضل [پيدايښت ۱۳۳۶ش] ليکي چې د عروه الوثقی په کالم کې –چې عموما د کالم ځای لږ وي- حسيني او افغاني سره نه ګډېدل، علامه جمال الدين به "افغاني" ته پر "حسيني" ترجېح ورکاوه. څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه، علامه افغاني به په ليکونو کې هم خپل تخلص افغاني ليکه. د مثال په توګه مستر بلنت [۱۸۴۰-۱۹۲۲م] ته ليکل شوی ليک کې. 
کله چې د ايران شاه ناصر الدين ووژل شو او ايران له ترکيې غوښتل چې سيد جمال الدين ورتسليم کړي، ترکيې د دې له پاره ايران ته ور نه کړ چې دی ايرانی نه دی. افغاني په خپله ترکي شاعر عبد الحق حامد [۱۸۵۱-۱۹۳۷م] ته د سلطان عبد الحميد ستاينه کړې وه چې دی يې ايران ته نه و تسليم کړی، ځکه چې دی ايرانی نه دی. افغاني ويلي وو: "ايراني حکومت څو وارې ګومان کړی و چې زه ايرانی يم.. او ته پوهېږې چې زه ايرانی نه يم.. ". 
په تېرو مثالونو کې ښکاره شوه چې علامه سيد جمال الدين افغاني به په خپله له خپل نامه سره د افغاني وروستاړی ګډاوه او علنا يې ويلې چې د ايران نه بلکې د افغانستان دی. افغاني په شيعه مذاهبو نقد کړی او له سنيانو سره يې په اساسي اختلافاتو کې د سنيانو نظر ته ترجېح ورکړې چې دا يې هم د سنيت او افغانيت ښه دليل دی. خو بيا هم ځينې له دغو حقايقو سترګې پټوي او دغو اسنادو ته ماشومانه، شرموونکې او خندوونکي توجېهات جوړوي. 
دوی وايي چې علامه سيد جمال الدين افغاني دغه اسنادو کې د منافقت له وجې له خپل نامه سره افغاني ليکل او خلکو ته يې ځان افغاني معرفي کاوه، په داسې حال کې چې دی افغاني نه و. دوی وايي چې دی د ايران د اسد آباد د سيمې و او د دې له پاره چې د اهل سنت په منځ کې محبوبيت پيدا کړي ځان يې افغاني باله!
د دې بې اساسې او وهمي دعوې په رد کې غواړم د سيد صداقت او صراحت په اړه د نورو نظريات او ځانګړنې وليکم، څو د دغه وهم و افترا حقيقت ښکاره شي.



اعلان