د ترکيې هغه ښار چې غريبان په کې نه وږي کېږي

پام وړ

د ترکيې هغه ښار چې غريبان په کې نه وږي کېږي

185

د ترکيې په ختيځ کې کراکوچان ښار په هغو خوړنځايونو مشهور دی چې بې وزلو ته مفته خواړه ورکوي. د ښار خلک وايي چې د هغو خلکو پر وړاندې خپل مسووليت او وفا ترسره کوي چې غريبان دي.

ميډل ايسټ ايې د ميرکيز په نامه د يوه خوړنځي د خاوند محمد اوزترک له خولې وايي، چې له ۳۵ کلونو راهيسې يې ګڼ مېزونه يوازې د غريبانانو لپاره ځانګړي کړي دي، چې مفته خوراک ورکوي. هغه زياته کړې ده: «غريبان بايد همېشه راشي».

اوزترک دې ته اشاره کړې چې هره ورځ لسګونه بې‌وزله کسان خوړنځي ته ورځي. د دې ښار (۲۸ زره نفوس لرونکی) اوسېدونکي وايي چې سلګونه کسان هره ورځ دلته بې پيسو خواړه خوري.

د ښار خوړنځايونه ورغلو غريبانو ته په هغوی پورې ځانګړی لېست ورکوي، چې کباب، چرګ، شوروا، وريژې او سلاطې په کې دي، چې د هغوی له غوښتنې سره سم خواړه ورکول کېږي. اوزترک څرګندوي چې «له ۷۰ کلونو راهيسې دا ښېګڼه دلته روانه ده او ځايي خلکو ته بېخي طبيعي ده، دا مو له خپلو نيکونو زده کړې ده».

ميډل ايسټ ايې څرګندوي چې د ښار پنځه لوی ريسټورانټونه دغه کار په وياړ کوي او ان معذورو وګړو ته خواړه ورکوي.

د کراکوچان د خوړنځيو مسوولينو د دې لپاره چې د«غريب، يا بې وزله» نوم ونه کاروي، ورتلونکو غريبانو ته د «شپږمه څانګه» شفري نوم ورکړی، دا نوم د پوځ په يوه ټولي پورې خاص دی او چې هر څوک يې د خوړنځي د پرېښودو پر مهال يادونه وکړي، له پيسو ورکولو پرته وتلی شي.

ځايي اوسېدونک وايي چې دا نوم «عثماني» ريښې لري او د (شپږمې څانګې) اس سپرو ته اشاره کوي، دوی د پاچا ځانګړي ساتونکي وو، چې د واده اجازه يې نه لرله او نه يې نور کارونه کولی شو.

پر دې سربېره د مسلمانانو د رخصتيو ورځو لکه لوی او کوچنی اخترونو کې او د روژې په ټوله مياشت کې د ښار ريسټورانټونه هر چا ته په بشپړ ډول مفت خوراک ورکوي.

ترکان د نړۍ د نورو ولسونو په څېر ګڼ غوره خويونه لري، پر ټولنيزو شبکو د دغو خويونو په اړه وخت ناوخت خبرې کېږي، د بېلګې په ډول يو انځور ښيي، چې ترکان د سختو واورو اورېدو پر مهال پر غرونو غنم او نورې غلې شيندي، څو ځايي مرغان له لوږې وژغوري او د مرګ له ګواښه بچ وي.



اعلان