د ټاپرس (لمرګلي) د زڼو خوراک د لويو ناروغيو مخه نيسي

روغتیا

د ټاپرس (لمرګلي) د زڼو خوراک د لويو ناروغيو مخه نيسي

1011

ايا د ټاپرس يا لمرګلي د زڼو خوراک مو خوښ دی؟ دا دانې بايد وخورئ ځکه پر غذايي توکو ډک دی، خو څنګه؟

د لمرګلي د زڼو د دانو يوه ټوټه له اونس ( ۲۸) ګرامو سره برابره ده، چې په ځانګړي ډول له روغتيايي غوړو ډکه وي او د مړوونکو او نه مړوونکو غوړو ۱۴ ګرامه په کې وي.

د خوړو د مسلکي پوهې اليسا رومزي له وينا سره سم د ټاپرس زڼو يا دانو کې مړوونکي او نه مړوونکي غوړ ځانګړې روغتيايي ګټې لري چې ښکاره دي. په ځانګړي ډول چې د زړه په روغتيا پورې تړلې دي.

د ټاپرس د زڼو يوه ټوټه ۶ ګرامه پروټين او ۲.۵ ګرامه فايبر لري، رومزي زياتوي چې غوړ، فايبر او پروتين د مړښت او ډکېدو په احساس کولو کې ستر رول لري.

په دې زڼو کې دغه راز وټامنونه او منرالونه هم شته، لکه وټامن اي، چې د التهاباتو ضد ځانګړتياوې لري او ښايي د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کم کړي. دغه راز په کې فوليک اسيدونه هم شته چې د نوکلييک اسيدونو د جوړولو لپاره اړين دي، د هډوکو د روغتيا لپاره فاسفور هم لري او د اکسايډ کېدو ضد سيلينيوم په کې دي.

روغتياپوهان خبر ورکوي، چې د ټاپرس زڼي پر مګناسيوم هم غني دي، او د خوړو يو پوه پريان سانټ بيير وايي چې مګناسيوم د وينې د فشار ټيټولو کې مرسته کوي، وينه کې د شکرې اندازه کنټرولوي او د زړه او د وينې د رګونو پر ناروغيو د اخته کېدو مخه نيسي.



اعلان