عمان: د دې وخت دی چې اسراییل سیمه کې د هېواد په توګه ومنو

سيمه او نړۍ

عمان: د دې وخت دی چې اسراییل سیمه کې د هېواد په توګه ومنو

175

عرب هېواد عمان ویلي، اسراییل په منځني ختیځ کې یو منل شوی هېواد دی.
د رویټرز د خبر له مخې، دا خبره د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي بن عبدالله کړې ده.
دا یوه ورځ وروسته له هغه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو عمان ته ناڅاپي سفر وکړ. له نتنیاهو سره یې مېرمن، د اسراییلي استخباراتو (موساد) مشر او د ملي امنیت سلاکار هم ملګري وو.
یوسف ویلي، اسراییل سیمه کې یو هېواد دی او موږ ټول په دې (خبره) پوهېږو.
هغه زیاته کړې: "نړۍ هم په دې واقعیت خبره ده، ښایي د دې وخت وي چې اسراییلو سره لکه د نورو (هېوادونو) په څېر چلند وشي".
بنیامین نتنیاهو له شمعون پیرز وروسته لومړنی لوړ پوړی اسراییلي چارواکی دی چې عمان ته سفر کوي. پخواني لومړي وزیر په ۱۹۹۶ ز کال کې عمان ته سفر کړی و.
عمان له اسراییلو سره ډېپلوماټیکي اړیکې نه لري.
مسلمانې نړۍ کې یوازې مصر او ترکیه له اسراییلو سره څرګندې ډېپلوماټیکې اړیکې لري، خو نور مسلمان هېوادونه یې نه په رسمیت پېژني او نه ورسره اړیکې لري.
ګومان کېږي چې عمان ته د نتنیاهو سفر به د فلسطین-اسراییل د اوږدې شخړې د حل په موخه شوی وي.



اعلان