دير شپيګل: د المان کاتوليکي کليساو کې د جنسي تېري ۳۶۰۰ شکايتونه ثبت شوي

راپورونه

دير شپيګل: د المان کاتوليکي کليساو کې د جنسي تېري ۳۶۰۰ شکايتونه ثبت شوي

169

له سرچينو سره سم د المان قانونپوهانو د کاتوليکي کليسا دننه د نامعلومو خلکو پر ضد د جنسي تېريو ۳۶۰۰ شکايتونه ثبت کړي دي. هغه پېښې چې قربانيانو يې شکايتونه نه دي کړي له دې ډېرې پورته دي.

له المانه خپرېدونکې دير شپيګل مجلې تېره ورځ خبر ورکړ چې دغه شکايتونه د دعوو هغو عمومي دفترونو ته وړاندې شوي دي، چې په هغو سيمو کې فعاليت کوي چې ټولې ۲۷ کاتوليکي کليساوې په کې فعالې دي. مجلې د شکايت کوونکو له خولې ليکلي: «کليسا دا حق نه لري چې خپلې ادارې له جنايي مداخلو لرې وساتي».

د شکايتونو وړاندې کوونکو چې مشري يې د باساو پوهنتون د جنايي قانون ښوونکي پروفيسر هولم بوټسکه کوله، زياته کړې ده، چې د جنسي تېريو په اړه تازه څېړنو –چې د المان د پادريانو د کانفرنس په لګښت څېړونکو چمتو کړې-، څرګنده کړې ده، چې د دې شکايتونو د ثبوت لپاره کافي ريښتوني دلايل شتون لري.

څېړونکو څرګنده کړې، چې چارواکي په غير مشروط ډول مکلف دي چې د کليسا فايلونه وساتي، خو د څېړنو حقايق د ټولو مرکزونو د تفتيش جواز ورکوي.

له څېړنې سره سم د ۱۹۴۶ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د کاتوليک مذهب ۱۶۷۰ پادريانو پر ۳۶۷۷ کوچنيانو جنسي تېري ترسره کړي چې ډېری يې هلکان دي.



اعلان