فضل الرحمن: پاکستان ته د اسراییلۍ الوتکې د راتلو رپوټونو ټول قوم اندېښمن کړی

سيمه او نړۍ

فضل الرحمن: پاکستان ته د اسراییلۍ الوتکې د راتلو رپوټونو ټول قوم اندېښمن کړی

246

د پاکستاني حکومت د اپوزیسیون یوه مشر او د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر فضل الرحمن پاکستان ته د یوې اسراییلۍ الوتکې د ورتګ په اړه رپوټونو ته غبرګون ښودلی.
فضل الرحمن یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې ویلي، دغو رپوټونو ټول پاکستانی قوم اندېښمن کړی دی.
نوموړي د پاکستان د هوایي چلند ادارې هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و، کومه اسراییلۍ الوتکه پاکستان ته نه ده ورغلې. فضل الرحمن ویلي، موږ د دغې ادارې خبره ردوو.
فضل الرحمن دا هم ویلي چې د الوتکې د دویم ځل الوتو وروسته د الوتکې د پرواز ځانګړي کوډونه بدل شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د اسراییلۍ هارټز ورځپاڼې یوه مشر وویل چې یوه اسراییلۍ الوتکه لومړی له تل ابیب څخه اردن او بیا اسلام اباد ته تللې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د اوي شارف دغه ادعا رد کړه.
خو دا ثابته ده چې یوه الوتکه پاکستان ته تللې ده. وروسته شارف ولیکل چې ښایي دا الوتکه د پاکستان له هوا تېره او چین ته تللې وي.
دغو رپوټونو پاکستان کې غوغا جوړه کړې او سیاسي مخالفینو ورته توند غبرګونونه ښودلي دي.
دا غبرګونونه ځکه ښودل کېږي چې پاکستان، اسراییل په رسمیت نه پېژني او اړیکې هم ور سره نه لري.
اپوزیسیون له حکومته د سم او منونکي وضاحت غوښتنه کوي.



اعلان