اکسفورډ پوهنتون رپوټ: پاکستان له سوریې څخه درې چنده زیات انسانیت ته ګواښ دی

راپورونه

اکسفورډ پوهنتون رپوټ: پاکستان له سوریې څخه درې چنده زیات انسانیت ته ګواښ دی

669

د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون او یوې بلې ادارې له لوري په ګډه په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان له سوریې درې برابره زیات انسانیت ته ګواښ دی.
دغه رپوټ چې ځینو رسنیو ترلاسه کړی، په کې راغلي چې پاکستان د ترهګرو ډېر شمېر مرکزونه او پټنځایونه لري.
رپوټ کې وسله واله لشکر طیبه ډله د نړۍ امنیت ته زیات ګواښ ښودل شوی دی.
رپوټ وایي، پاکستان خطرناکو ترهګرو ته یا ځای ورکړی او یا یې مرسته کوي.
رپوټ وایي، القاعده پاکستان کې وزېږېدله او وروسته پاکستان پر افغانستان اغېز وکړ.
رپوټ کې د پاکستان ایبټ اباد کې د اسامه وژلو ته هم اشاره شوې چې اسامه د پاکستان د پوځ یوه مرکز ته نږدې اوسېده او بیا امریکایانو وواژه.
دغه رپوټ چې اتیا مخه دی، راتلونکې لسیزه کې یې د امنیت پر ننګونو بحث کړی چې پالیسي جوړوونکو سره په شننو کې مرسته کولای شي.



اعلان