زاخېلوال: له ننګرهاره د نړیوال اسلامي پوهنتون د لېږد کلک مخالف یم

راپورونه

زاخېلوال: له ننګرهاره د نړیوال اسلامي پوهنتون د لېږد کلک مخالف یم

530

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په ټولنیزو شبکو کې هغو اوازو ته غبرګون ښودلی چې ویل کېږي، ننګرهار ولایت کې جوړېدونکی نړیوال اسلامي پوهنتون به بل ولایت ته ولېږدول شي.
عمر زاخېلوال وایي، د دغه پوهنتون وړاندیز په ۲۰۱۲ ز کال کې د پخواني ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ وشو او د سوډان په خرطوم کې د اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونډه کې منظور شو.
زاخېلوال پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، د دغه پوهنتون د جوړېدو رسمي اعلان بیا د اسلامي همکاریو سازمان وکړ چې وروسته د افغانستان کابیني په ننګرهار کې منظور کړ.
نوموړی زیاتوي، ورپسې په ننګرهار کې د پوهنتون د جوړېدو له پاره ځمکه هم ترلاسه کړای شوه او د اسلامي پراختیایي بانک له لوري د ډیزان او مطالعې له پاره بېلابېلې ډلې هم ور واستول شوې.
زاخلېوال هیله څرګنده کړې چې د پوهنتون د لېږد اوازې به ناسمې وي. دی وایي، که چېرې دغه اوازې سمې وي، نو بیا یې کلک مخالف یم.
که څه هم حکومت په رسمي ډول له ننګرهاره د نړیوال اسلامي پوهنتون د لېږد په اړه څه نه دي ویلي، خو ټولنیزو شبکو کې ویل کېږي چې دغه پوهنتون ښایي پلازمېنې کابل ته ولېږدول شي.



اعلان