بهرنيو چارو وزارت: روسيه دې طالبان د مسکو غونډې ته نه ورغواړي

افغانستان

بهرنيو چارو وزارت: روسيه دې طالبان د مسکو غونډې ته نه ورغواړي

230

په داسې حال کې چې رسنۍ د راتلونکې مياشتې په لومړيو کې مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې د جوړېدو وړاندوینه کوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې «اړينه نه ده، چې روسيه طالبان دې غونډې ته ور وغواړي».

هشت صبح ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت د يوې باوري سرچينې له خولې خبر ورکړی چې د افغانستان دولت له روسي چارواکو سره تر اوسه د مسکو د سولې غونډې د جوړولو پر څرنګوالي هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو په وينا يې روسي چارواکي ټينګار کوي چې دا غونډه به د نومبر پر لومړۍ نېټه جوړېږي.

سرچينې ويلي: «د دې ضرورت نه شته چې روسيه په دې شرايطو کې طالبان هم دې غونډې ته ور وغواړي او هغوی ته د خونديتابه يو بحث رامنځته کړي. د افغانستان د دولت ليدلوری دا دی چې لومړی بايد پره سيمه‌ييزه سطحه په ژنيو کانفرانس کې په دې اړه خبرې وشي چې د خبرو ميز ته د طالبانو د راوستو مېکانېزم بايد څه ډول وي، خو داسې ښکاري چې روسيه د دې کانفرانس انتظار نه کوي او د مسکو غونډه به ترې مخکې جوړه کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې دولت وړاندې په هر ځای کې طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی و، خو طالبان ټينګار کوي چې د افغان دولت پر ځای «د ستونزې له اصلي لوري» امريکا سره خبرې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت يادې سرچينې دا هم ويلي، چې دولت تر اوسه د مسکو غونډه کې د ګډون يا نه ګډون پرېکړه نه ده کړې، خو ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر په دې اړه د امنيت شورا غونډه کې بحث وشي.

ټاکل شوې وه، چې د مسکو دا غونډه د سپتمبر په لومړيو کې جوړه شي خو د افغانستان د دولت په غوښتنه وځنډول شوه، روسيې هغه مهال خبر ورکړ چې د طالبانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو استازي به په دې غونډه کې ګډون کوي، خو اوس دا غونډه وځنډول شوه.

ياده دې وي چې طالبانو هم تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون يا نه ګډون په اړه څه نه دي ويلي.



اعلان