یوې اسراییلۍ الوتکې پاکستان ته لس ساعته سفر کړی

ګنګوسې

یوې اسراییلۍ الوتکې پاکستان ته لس ساعته سفر کړی

793

د اسراییل مېشتې هارټز ورځپاڼې یوه مشر ویلي، د اسراییلو له پلازمېنې تل ابیب څخه یوه اسراییلۍ جټ الوتکه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللې او له لس ساعتونو تېرولو وروسته بېرته تل ابیب ته راغلې.
اوي شارف پر خپل رسمي ټوېټر حساب د الوتکې تصویر او د ترافیکو یوه نخشه هم خپره کړې.
دغو رپوټونو پاکستان کې یوه غوغا جوړه کړې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پر خپل رسمي ټوېټر حساب لیکلي چې له هند او اسراییلو سره به پټې خبرې و نه کړي. نوموړي ویلي، پاکستان په خوندي لاسونو کې دی.
پاکستان ټوډی وایي، وزیر چودري، پاکستان کې د اسراییلۍ الوتکې کېناستل رد نه کړل.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال بیا ویلي چې د چودري له وضاحت داسې ښکاري چې په اوړو کې څه شګه شته.
د جیو نیوز وتلي ژورنالېست طلعت حسین لیکلي، سرکار به د دغو خبرونو وضاحت کوي، چوپ پاتې کېدل به ډېر مسایل راوزېږوي او ایران او نور هېوادونه به دغه خبرونه اوري.
د الوتکو د ترافیکو پر څارونکې وېبپاڼې فلایټ رېډار اسلام اباد ته د یوې الوتکې د تګ او هلته د لس ساعته پاتې کېدو او بیا بېرته تګ (پرواز) ثبوت شته دی.
اوي شارف بي بي سي اردو ته ویلي، دغه الوتکه د اکټوبر پر ۲۴ مه تللې. لومړی له تل ابیب څخه اردن ته او د پنځو دقیقو له دمې وروسته یې اسلام اباد ته پرواز کړی چې دې سره د پروازونو کوډونه بدلون مومي.
په ټولنیزو شبکو کې دغو رپوټونو ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.



اعلان