نشنل انټرسټ: افغانستان کې دې د امریکا لېونتوب نور ودرول شي

افغانستان

نشنل انټرسټ: افغانستان کې دې د امریکا لېونتوب نور ودرول شي

350

امریکايي خپرونې نشنل انټرسټ د افغانستان په اړه یوه مطلب کې ليکلي، چې «افغانستان کې دې د امريکا لېونتوب نور ودرول شي».

چارلز و. پينا په خپله دغه مقاله کې ليکي: «تېره اوونۍ د امریکا د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېټې رييس مارک تورنبيري له افغانستانه راستون شو او څرګنده يې کړه، چې اوربند کولی شي چې يوه سياسي حل لاره رامنځته کړي او افغانستان کې د امريکا اوږدمهالی حضور خوندي کړي... دا د دې لپاره يوازينۍ لار ده، چې امريکا په مطمين ډول د هغو ترورستي سازمانونو له فعاليتونو وساتي چې د افغانستان پر خاوره فعاليت کوي».

ليکوال دردوونکې بللې، چې «امريکا لا هم هلته خپله زړه تګلاره کاروي، چې د ۱۷ کلونو په تېرېدو يې ګټه ونه لرله، دا په ښه تعريف لېونتوب بللی شي، چې د جلا لاسته راوړنو په پار زړه تګلاره کارول کېږي».

مقاله کې ټينګار شوی چې واشنګټن لپاره هلته د داسې يوه حکومت اړتیا وه، چې د ګڼو قومونو استازيتوب وکړي او ډموکراسي پلې کړې، خو د امريکا د ګټو لپاره دا کوم ځانګړی اهميت نه لري.

خپرونې ټينګار کړی چې د افغانستان د اوسني وضعيت لامل بهرنی يرغل او د افغانستان په کورني سياست کې لاسوهنه ده. «حقيقت دا دی چې افغانستان له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۷۸ پورې يو نسبتا باثباته هېواد و، سره له دې چې د څو قومونو نماينده حکومت نه و».

ليکوال په افغانستان کې د طالبانو حکومت، له القاعده څخه د هغوی ملاتړ او د روسيې پر ضد د امريکا له لوري د افغان مجاهدينو ملاتړ ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې «د تاريخي عبرت درس په دې کې دی چې په افغانستان کې بهرني لاسوهنه نوره بس ده».

پينا افغانستان کې د امريکا د دايمي حضور ټينګار ته په اشاره ويلي، چې «دا د امريکا د ملي امنيت د تامين لپاره حتمي شرط نه بلل کېږي او له همدې امله هلته د دايمي حضور اړتيا نه شته، امريکايي سرتېري افغانستان کې احتياطي رول لوبوي او شتون يې افغانستان کې اپوزيسيون رامنځته کوي، هېره دې نه وي چې افغانستان د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې د مبارزې بډای تاريخ لري».

ليکوال په پای کې ليکي، چې دې واقعيت ته په کتو چې نه طالبان او نه القاعده د امريکا متحده ايالاتو شتون ته کوم ګواښ را ولاړوي، نو د دې وخت را رسېدلی، چې افغانستان کې د امريکا لېونتوب پای ته ورسول شي.

 



اعلان