د 5G کاروونکی لومړی موبايل «مي مکس۳» وپېژنئ

پام وړ

د 5G کاروونکی لومړی موبايل «مي مکس۳» وپېژنئ

306

د چين پلازمېنه پيکنګ کې شياومي «Xiaomei» شرکت د خپل نوي ځيرک موبايل «مي مکس۳» اعلان کړی، دا مبايل مخامخ ټوله ښيښه «سکرین» لري او په نړۍ کې لومړی هغه سوداګريز موبايل دی چې «۵جي» انټرنټ کارولی شي.

شياومي په داسې حال کې د د دې موبايل خبرتيا ورکړې ده چې يوازې لږه موده مخکې نړۍ کې د «۵جي» د فعاليت په اړه خبر ورکړل شو.

موبايل د کوالکوم سنيپډراګون ۸۴۵ (Qualcomm Snapdragon 845) پروسيسر کاروي او د ۶.۳۹ انچو په اندازه امولډ (AMOLED) ښيښه لري، چې د 1080×2340 په دقت سره يې ټول مخ نيولی او د ګوتنښې پېژندو ځای يې پر شا لوري دی.

د ريم (RAM) برخه کې موبايل له دريو اپشنو (۶، ۸ او ۱۰) ګيګابايټ سره راځي او د ۳۲۰۰ ملي امپايرو بټري لري، دغه راز د ۱۲۸ ګيګا بايټو داخلي ذخيرې يا سټوريج ظرفيت لري چې د ۲۵۶ ګيګابايټو دوهم موبايل هم لري او په دريو رنګونو کې به وړاندې شي.

د کمرو برخه کې مبايل دوه شاتنۍ کمرې لري چې هره يوه يې د ۱۲ ميګاپکسلو په دقت کې ده، خو سترګې يې سره توپير لري، دغه راز دوه مخامخ يا سلفي کمرې لري چې يوه يې ۲۴ او بله يې ۲ ميګاپکسله دي.

شياومي ادعا کوي چې نوی موبايل يې د لوړ کيفيت د انځور اخيستلو توان لري او په تته رڼا کې هم سهي انځور اخلي.

د ۵جي کاروونکي دغه مبايل د بيو په اړه شرکت ويلي چې پيل به يې له ۴۷۴ ډالرو کېږي چې دغه موبايل به د ۱۲۸ ګيګا بايټ داخلي ذخيرې يا سټوريج ظرفيت او د ۶ ګېګابايټ حافظې يا ميموري درلودونکی وي. دغه راز به د ۲۵۶ ګيګابايټ داخلي ذخيرې ظرفيت او د ۱۰ ګيګابايټ حافظې درلودونکی موبايل په ۷۱۹ ډالر وي.

شرکت ويلي چې دغه موبايل به د راتلونکې کال په لومړيو مياشتو کې بازار ته وړاندې کړي.

۵جي کوم بدلونونه له ځان سره لري؟ انځور وګورئ:

د اکتوبر په لومړيو کې د ۵جي د فعالېدو په اړه دلته ولولئ:

امريکا: کورونو کې تر ټولو چټک «5G» انټرنټ کارول پيل شو
د «Verizon» په نامه د اړيکو نيولو شرکت خبر ورکړی چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه يې د «5G» سوداګريزو شبکو فعاليت پيل کړی، چې د کورنۍ کارونې لپاره ځانګړې دي.

دې شرکت په ډاګه کړې ده، چې د پرمختلليو شبکو «5G Home» خدمات به يې د اوس لپاره د متحده ايالاتو په څو سيمو کې کار وکړي، لکه هيوسټن، اينډيانا، پوليس، لاس انجلس او ساکرامنټو. شرکت زياتوي چې وروسته به د هېواد نورو برخو کې هم فعاليت پيل کړي او په دې شبکو کې به د معلوماتو د ښکته کولو چټکتیا په ثانيه کې ۱ ګيګابايټ وي.

شرکت وړاندې ويلي وو، چې کاروونکي به يې خدمات د لومړيو ۵ میاشتو لپاره له پيسو پرته وکاروي، چې د يوټيوب ټي وي په ګډون به د فلمونو او ويډيوګانو کتلو ګڼ اپلېکېشنونه وکارولی شي.

دا امريکايي شرکت په داسې وخت کې دغه انټرنټ وړاندې کوي، چې جنوبي کوريا هم ورته چمتووالی ښودلی دی. دا به د نړۍ پر مخ تر ټولو چټک انټرنټ وي.



اعلان