"د يوویشت ډلو پنځوس زره ترهګر افغانستان کې دي او د داعش اویا سلنه یې پاکستانیان دي"

افغانستان

161

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال وایي، افغانستان کې د یوویشت ډلو څه باندې پنځوس زره جنګیالي مېشت دي.
ایکانومک ټایمز وایي، دغه خبرې هلال الدین هلال د چین پلازمېنې بېجېنګ کې یوې غونډې ته په وینا کې کړي. د هلال په وینا، دغه ډلې سیمه کې د نفوذ ترلاسه کولو له پاره جګړه کوي.
هلال ویلي، له پنځوس زرو څخه څه باندې اته زره یې نړیوال فعال ترهګر دي.
نوموړي په ټول افغانستان کې د طالب جنګیالیو شمېر اته دېرش زره ښودلی.
هلال د داعش جنګیالیو شمېر دوه زره ښودلی او وایي چې اویا سلنه یې پاکستانیان، شپږ یې ازبک، څلور یې چیچنیایان او څوارلس یې افغانان دي.
افغانستان له اوږدې مودې له سیاسي او ټولنیزې بې ثباتۍ سره مخ دی. دا په داسې حال چې زرګونه ناټو پوځیانو افغانستان کې دنده ترسره کړې او اوس هم شاوخوا پنځلس زره بهرني پوځیان په کې په دنده بوخت دي.



اعلان