کندهار: د طالبانو برید کې ټپي شوی امریکایي جنرال امریکا ته لېږدول شوی

افغانستان

کندهار: د طالبانو برید کې ټپي شوی امریکایي جنرال امریکا ته لېږدول شوی

271

یوه اوونۍ وړاندې د کندهار ولایتي ماڼۍ کې یوه طالب نفوذي عسکر ډزې وکړې چې پایله کې یې د کندهار امنیه قومندان او د ملي امنیت ولایتي مشر ووژل شول.
د ډزو پایله کې یو امریکایي جنرال هم ټپي شوی و چې د امریکا دفاع وزارت یې وروسته خبر تایید کړ.
جنرال جفري سمایلي تر اوسه کندهار کې د غوڅ ملاتړ ماموریت (ناټو) په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو اوس د ناټو یوه ویاند ویلي چې نوموړی جنرال د امریکا میریلنډ کې والټر ریډ روغتون ته لېږدول شوی دی.
ای بي سي لیکلي چې ناټو د یاد جنرال د ټپونو د وضعیت په اړه څه نه وایي.
جنرال سمایلي چې د افغانستان سویل کې د بهرنیو پوځیانو مشري کوي، اوس د ده په نه شتون کې د مشرۍ دنده یو اسټرالیایي جنرال پر مخ وړي.



اعلان