څېړنه: د لوړې ونې (قد) لرونکي ډېر د سرطان له ګواښ سره مخ وي

روغتیا

څېړنه: د لوړې ونې (قد) لرونکي ډېر د سرطان له ګواښ سره مخ وي

105

د ګارډين ورځپاڼې له راپور سره سم يوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه کسان چې لوړې ونې/قدونه لري، ډېر د سرطان له ګواښ سره مخ وي. څېړنې د دې خبرې لامل دا ښودلی چې د هغوی حجرې زياتې وي.

څېړنې دې ته اشاره کړې چې د اوږدوالي او پر سرطان د اخته کېدو تر منځ اړيکه ښايي له دې امله وي چې د ناسم ميراثي ګام لپاره د حجرو شتون ډېر وي.

پخوانيو څېړنو ښودلې وه، چې د انسان د مثالي ډګر په ضمن کې د هرو ۱۰ سانتي مترو اوږدوالي په بدل کې شايد پر سرطان د اخته کېدو ګواښ ۱۰ سلنه زيات شي.

څېړنه د کالفورنيا د ريفرسايډ پوهنتون د بيالوژي استاذ ليونارډ نوني ترسره کړې ده.

په عمومي ډول اوږدوالي سره د تړاو له امله د سرطان د ګواښ ډېرېدا څېړنه کې د دې ناروغۍ ۱۸ ډوله په پام کې نيول شوي، ښاغلی نوني وايي چې پايلې څرګندوي چې په ستره کچه د حجرو ډېروالی په دې برخه کې مهم رول لري.

له بل پلوه د انګلستان د سرطان د څېړنو ادارې غړې جورجينا هيل ويلي، چې ګڼ شمېرو څېړنو ښودلې، چې هغه کسان چې قدونه يې لوړ دي، ښکاري چې د سرطان له ګواښ سره په ستره کچه مخ دي، خو ډېرېدونکی ګواښ کوچنی دی او ډېرې لارې چارې شته چې له مخې يې انسان پر سرطان له اخته کېدو ځان ژغورلی شي، لکه سګرټ نه څکول، خپل وزن ته پام کول او له ککړې هوا ځان ساتل.



اعلان