روسيه، چېن او سعودي د پانګونې ايتلاف جوړوي

راپورونه

روسيه، چېن او سعودي د پانګونې ايتلاف جوړوي

239

د روسيې د مستقيمو پانګونو د صندوق رييس کيريل ديمتريف تېره ورځ څرګنده کړه، چې سعودي به ډېر ژر د روسيې او چين تر منځ ګډ استثماري صندوق يا فنډ ته ور ګډ شي.

دميتريف رياض کې جوړ شوي «د پانګونې راتلونکی نوښت ۲۰۱۸» کانفرنس کې د ګډون پر مهال ار ټي رسنۍ ته ويلي، چې «سعودي به ډېر ژر د روسيې او چين د پانګونې صندوق ته ور ګډ شي او د دغه صندوق يا فنډ نوم به روسی، چينايي، سعودي صندوق شي».

دغه روسي چارواکي په دې اړه نور جزيات ور نه کړل، خو څرګنده يې کړه چې رياض به دغه فنډ کې سترې پانګونې وکړي او ډېر ژر به د نوي فنډ د جوړښت په اړه خبر ورکړل شي.

دميتريف دې ته اشاره کړې چې د روسيې د اوسپنيزو ليکو شرکت غواړي د سعودي د زېربناو په پروژو کې ګډون وکړي.

دميتريف د شهزاده محمد بن سلمان له خولې ويلي، چې رياض پر دې باور دی چې روسيه غوره تکنالوژي او پوهه لري او سعودي سره د خپلو سترو پروژو جوړولو کې مرسته کولی شي.

هغه زياته کړې چې شهزاده د روسيې مرسته ډېره مهمه بللې او په وينا يې سعودي بايد په دې حالاتو کې درک کړي چې څوک يې تر څنګ ولاړ دی.

شنونکي په دې اند دي چې روسيه او چين د سعودي پر ورخپلولو غواړي دا هېواد يوازې د امريکا له ولکې وباسي. سعودي يوازينی هېواد دی چې هره ورځ تر يو مليون بېلرو تېل امريکا ته ورکوي او په وروستيو کې يې امريکا سره د سلګونو مليونو ډالرو هوکړې وکړې، امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګار وکړ، چې په هيڅ صورت نه غواړي دغه هوکړې لغو کړي.



اعلان