د قوماندان عبدالحق د نيولو او وژلو اصلي کیسه

نظر او تحليل

د قوماندان عبدالحق د نيولو او وژلو اصلي کیسه

2315

د عبدالحی مطمئن په کتاب کې:

کله چې د ۲۰۰۱د اپرېل په څلورمه احمد شاه مسعود د اروپايي پارلمان په دعوت اروپا ته سفر وکړ. هلته يې د ښکاره غونډو ترڅنګ له اروپايي او امريکايي استخباراتي کړيو سره، د پټو ناستو او تعهداتو خبرونه هم ورکول شول. دلته دا خبره د طالب مشرتابه غوږونو ته هم ورسېده چې امريکا او لويديځ همکاران يې غواړي د طالبانو د پرځولو لپاره د طالبانو د ټولو مخالفو ملېشو او پخوانيو قومندانانو يوه ګډه موثره جبهه جوړه کړي. ډېر امکان دې ولري چې د پیسو ترڅنګ نوي جنګي وسایل هم ورکړي او حتی امریکايي ځانګړي ځواکونه او الوتکې يې هم مرسته وکړي.
همدې خبرې طالبان چې تر دې دمه د امریکا له خوا له اقتصادي بندیزونو، تبلیغاتي دښمنۍ او ديپلوماتیکې تنهايۍ سره مخ ول، له يوه بل ډېر جدي خطر سره مخ کړل. طالبانو دې لور ته توجه واړوله او په سیمه کې يې تر خپله وسه د نوې جبهې د ايکټرانو د حرکاتو او پلانونو د څارنې هڅې پیل کړې. په دې ايکټرانو کې په شمال کې د مسعود او دوستم ترڅنګ په شرقي او مرکزي ولاياتو کې قوماندان عبدالحق او په لويديزو ولایاتو کې حامدکرزی ډېر ښکاره بوخت وو.
عبدالحق او کرزی دواړه له دې وړاندې له طالبانو سره څرګندې دښمنۍ ته نه وو رسېدلي خو د دې نوې امريکايي پروژې په تياري کې په تېزۍ بوخت وو.
دوی په پاکستان، ایران او متحده عرب اماراتو کې غونډې کولې او جنګې قومندانانو او قومي مخورو ته يې پیسې ويشلې چې دغه جبهه پراخه کړي. په دې لړ کې قومندان عبدالحق د متحده عرب اماراتو د دوبۍ ښار د "الحیات ریجنسي" په نامه هوټل کې د مهمو او سترو قومندانانو لپاره يوه خفيه غونډه ترتيب کړه. د هغوی د سفر اسانتیاوې يې هم ورته وار د مخه برابرې کړې وې. عبدالحق او د هغه ورور حاجي قدیر د نړۍ د ځینو نورو ښارونو تر څنګ په دوبۍ ښار کې هم تجارتي دفترونه او معاملات لرل، ځکه خو هلته پروګرامونه ترتيبول ورته ګران نه و. حاجي قدیر د جهاد په اخیرکې په لويه کچه شتمن و، چې ویل کیږي د جلال اباد له نیولو وروسته د دولتي شتمنيو پلورلو او د اریانا شرکت د دو الوتکو له لاري سوداګري او د مخدره موادو او ځنګلي چارتراشوکاروبار هغوي ډیر شتمن کړي ول.
دغې خفیه غونډې ته ځینې قوماندانان په ناخبرۍ کې ورغوښتل شوي وو چې له اصلي موضوع خبر نه وو چې په دې کې د کابل ولايت يو مهم قومندان له دې موضوع سره د نه توافق په نتیجه کې دغه راز طالبانو ته ورساوه، ځکه خو طالبان له اوله عبدالحق ته ځیر شول.
کله چې د ۲۰۰۱ د اکتوبر په اوومه پر افغانستان امريکايي يرغل پیل شو، څو ورځې وروسته عبدالحق هم له پلان سره سم له يو شمېر پلويانو سره يو ځای له پېښوره د پاڼه‌چنار پر لار افغانستان ته رادننه شو.
هغه له پاڼه‌چناره "ترې منګل" سیمې ته او بیا اريوب ځاځي ته راغی. له هغه ځايه د لوګر ازرې ولسوالۍ ته راغی. د ازرې او حصارک ولسواليو کې يې خپل قوميان، عام ملکان او قوماندانان د پیسو په بدل کې د طالبانو پر ضد جګړې ته وهڅول.
عبدالحق نه د طالبانو د خبرېدو دوه چینله وو. يو پوخ پلان شوی چينل و چې عبدالحق يې له پېښوره تر ازرې څاره، خو په وروستي وخت کې يې دقیقه څارنه ونه کړای شوه. بل هغه ناڅاپي او اتفاقي چینل و چې عبدالحق يې سمدستي ونيو، دا چینل د لوګر د استخباراتو او امنیه قومندانۍ تصادفي چاینل و.

لومړی هم پلان شوی چاینل :
کله چې د دوبۍ له غونډې وروسته طالبان عبدالحق ته متوجه شول نو د هغه د څارنې لپاره يې هلې ځلې پیل کړې. د امريکا له يرغله لږ وړاندې چې قوماندان عبدالحق په پېښور کې د خپلو قوماندانانو او پلويانو د منظمولو او د CIA له خوا د پیسو ويشلو کار توند کړ، طالبانو له يوې خوا په دستوري توګه د ننګرهار د حسارک ولسوال ته دنده ورکړه چې عبدالحق سره په ظاهره لاس يو کړي او په دې ډول د هغه په پوست ورننوځي او روزمره حالات يې وڅاري. دغه ولسوال به له عبدالحق سره په پېښور کې د هغه د ملاقاتونو په ځای کې ناست و او ملاقاتونه به يې څارل. ماښام به يې د ننګرهار د استخباراتو رياست ته د ورځې جريانات ټول مخابره کول.
په دې کې هغه يو دوه ټيټ رتبه طالب چارواکي هم ليدلي ول چې له عبدالحق سره يې له مشرتابه پټ کتل! بل پلو ته يې د حزب اسلامي د يوه پخواني قوماندان په مرسته د قوماندان عبدالحق يو پخواني مجاهد چې دا وخت يې د پاکستان د هري‌پور سیمې سره خوا کې د شهدو د مچيو په يوه فارم کې مزدوري کوله، دې کار ته اماده کړ، چې له عبدالحق سره يو ځای شي او بیا په دوام‌داره توګه د هغه په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي.
دغه کس و چې له پېښوره تر ازرې يې د قومندان عبدالحق معلومات طالبانو ته رسول. د دې کس رابطه د ننګرهار د استخباراتو ریاست سره وه. کله چې پر افغانستان امریکايي يرغل پیل شو او قوماندان عبدالحق هم د نورو قومندانانو په څېر غوښتل چې د کابل، لوګر او ننګرهار په اطرافو کې د امريکا د پليو ځواکونو رول ادا کړي. د دې لپاره يې د کار پیلولو نقطه د لوګر ازرې ولسوالۍ او دننګرهار حصارک ولسوالۍ غوره کړې وې، چې دواړه سره خوا په خوا موقعیت لري. عبدالحق له اوله لا د ننګرهار له چارواکو او استخباراتو وېره لرله، ځکه خو يې د ننګرها او کونړ د سرحدونو پر ځای د پاڼه‌چنار لار غوره کړه. ازرې او حصارک ته د عبدالحق له رسېدو سره طالبانو د ننګرهار له لوري په محتاطانه ډول د عبدالحق په څارنه او مراقبت لاس پوری کړ چې ژوندی ونه تښتي. تر دې وخته د عبدالحق د راتګ راز يواځې د ننګرهار استخباراتو سره و. د طالبانو د پلان شوي چاینل خاص ځواکونه د حصارک ځینې برخو ته د عبدالحق د پلټنې لپاره راورسېدل.


تصادفي چاینل:
په عین هغه وخت چې د ننګرهار د استخباراتو ځانګړی ځواک د عبدالحق د نيولو لپاره په حصارک کې په پلټنه بوخت و، د روانې میاشتې (اکتوبر)په څلورويشتمه د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني خپل امنیه قوماندان مولوي بازمحمد راغواړي او ور ته وايي چې په ازره کې امریکايي چورلکې کېناستلې او پلي ځواکونه يې کوز کړې دي. دا وخت چې امریکايي پلي ځواکونه چا نه وو لیدلي، طالبانو له هغوی سره د مخامخ جګړې ډېره تلوسه لرله.
امنیه قوماندان په بیړه جنګي کنډک برابروي او د يو څو میله پیکا ماشیندارو د مرستې لپاره د استخباراتو ریاست ته په بیړه ځي. د استخباراتو له رئیس محمد انشا مخبت نه د څو پیکا ماشیندارو مرسته غواړي.
مخبت علت پوښتي. امنيه قوماندان د امريکايي چورلکو د ناستې ورته وايي. د استخباراتو ريیس ورته وايي چې امريکايي چورلکو به امريکايي عسکر کوز کړي وي، ته به ځې زه به پاتې کېږم؟ داسې شونې نه ده، هرومرو به زه هم ځم.
دواړو په ګډه څو موټره وسله‌وال برابر کړل او په بیړه د ازرې لور ته روان شول. هغوی د لوګر دوبندي سیمې ته ورسېدل چې له ازرې د دوی ارتباطیان د "مټکورې" کلي ته راورسېدل. دوي ته يې خبر را واستاوه چې امریکايي الوتکې نه شته، بلکې قوماندان عبدالحق راغلی؛ خلک د طالبانو پر ضد مسلح کوي او په دې موخه پیسې تقسیموي. د امنیه قوماندان او د استخباراتو د ريیس په مشرۍ دغه وسله‌واله ډلګۍ د ازرې د حاجي زرغون کلي ته رسیږي. هلته حاجي زرغون طالب مېلمنو ته پسه حلالوي (چې دا کار په پښتنو کې د خاص احترام نښه ده) حاجي زرغون ته له دې يوه ورځ وړاندې قوماندان عبدالحق راغلی و او له ده نه يې د يوه قومي مخور په توګه د طالبانو پر ضد جګړه کې د مرستې غوښتنه کړې وه. په بدل کې يې د زیاتو پیسو وړاندیز ورته کړی و، خو زرغون د يو ځیږ پښتون په بڼه عبدالحق ته ډېر تریخ ځواب ورکړی و، هغه ته يې د بې ضمیره او وطن پلورنکي خطاب کړی و.
د حاجي زرغون کره د شپې له تېرېدو نه وروسته سهار دغه وسله‌واله ډلګۍ د لکړۍ (د ځاځيو او ازرې تر مينځ سرحدي غر دی) د غره پر څوکه د منګلو درې کلي ته اوښتل چې يوه دوه سیټه ډاټسن پر مخه ورغله. طالبانو ډاټسن ودروله او غوښتل يې چې عادي تلاشي واخلي. د ډاټسن د مخې په سيټ کې ناست دنګ غنم رنګي سړي ډېره سخته بڼه ووهله او رنګ يې ژېړ شو. له سختې وراخطايۍ په لړزېدو شو. دا سړی په چې عمر د اته څلوېښتو اوپنځوسو تر مينځه ښکارېده. له حالته يې داسې برېښېده، لکه هغه چې فکر کوي چې دا طالبان د همده په لټون راوتلي دي. د هغه پر بغل ټيټې توپانچه وه ، طالب مشر فکر وکړ چې ښايي دغه سړی د دې توپانچې له امله وارخطا دی، ځکه چې د طالبانو په واکمني کې له نامسئولو کسانو سره د وسلې شتون جرم و. طالب مشر دغه سړې ته تسلي او اطمنان ورکړ چې دا د وارخطايۍ خبره نه ده. زموږ له خوا درته ستونزه نه شته، موټر يې رخصت کړ، خو چې کله د منګلو درې کلي ته ورسېدل، کلیوالو ورته وويل چې په ډاټسن کې ناست هم هغه دنګ سړی د ننګرهار مشهور قوماندان حاجي زمان غمشريک و.
د لوګر د استخباراتو رييس خپلو ملګرو ته وويل چې راځئ چې لومړی اودسونه وکړو او د منګلو درې د حاجې فضل الرحمن په مهمان خانه کې د پرتو دیني او تاریخي مقدساتو زیارت وکړو او بيا د عملياتو د بري لپاره په اخلاص دعا وغواړو، دا مقدسات څه وو؟
لومړی په دې اړه لنډ معلومات وړاندې کوم.
د ازرې د منګلو درې مذهبي او تاریخي مقدسات:
غالبا په هېواد کې د امیرحبیب الله (بچه سقاو) د واکمنۍ پر مهال چې د کابل ښار چور شوی و، د دې سیمې خلکو د کابل په بالاحصار یا هم ارګ کې يو پخوانی تاریخي بند صندوق موندلی و، چې په کې يو کمیس او يوه خولۍ ایښې وه. پر کمیس له سره تر پايه د قران کريم اياتونه په نزولي ترتيب لیکلي و او د لیکلو نېټه يې پينځم هجري قمري ورسره لیکل شوې وه. د ایاتونو په ترتيب نزولي لیکنه، د لیکدود او د لیک شکل او د کمیس زوړوالي دا په ډاګه کول چې دا کمیس ښايي همدومره قدامت ولري او خولۍ د اوښ له وړيو جوړه وه. داسې ګومان کیږي چې د اسلام په لومړيو پېړيو کې ښايي اسلامي فاتحانو دغه مقدس اثار د تبرک په توګه له ځان سره راوړي وي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کوم چارواکي دا خبره د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته ورسوله او داسې راپور يې ورکړ چې دغه مقدسات د ایران پر هيواد د پلورلو په حال کې دي. ملا محمد عمر له کندهاره ځانګړې چورلکه پسې راواستوله او دغه مقدسات يې کندهار ته يوړل. په دې عمل د منګلو درې خلک سخت خپه او غوسه شول ځکه چې هغوی دغه مقدسات د خپل کلې لپاره ویاړ او تبرک ګاڼه.
ملا محمد عمر د دې اثارو د څېړنې لپاره يو شمېرعلماء هم راوغوښتل. علماوو وويل: دا چې پر کمیس يواځې هغه اياتونه په هم هغه ترتیب لیکل شوي چې تر پنځم هجري کال پورې نازل شوي دي او نېټه يې هم ورباندې پنځم هجري لیکل شوې ده، نو په دې کې خو شک نه شته چې دا کمیس همدومره قدامت لري. دا امکان هم ډېر قوي دی چې دا کمیس دې د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم وي، ځکه چې په هغه وخت کې چې د اسلام پېغمبر ژوندی و. مسلمانانو له بل چا سره دومره مينه نه لرله چې پر کمیس يې قرآني اياتونه ولیکي. دا ډول متبرک کمیس يواځې د پېغمبر کېدای شي، نو د دې خلکو دغه دعوی نه شي ردېدلای چې دا کمیس او خولۍ د اسلام پېغمبر ته منسوبوي.
د منګلو درې خلکو د دې اثارو د بېرته ترلاسه کولو لپاره ډېرې منډې وکړې. ډېرو سترو چارواکو ته يې اواز ورساوه او همدې چارواکو ملا محمد عمر ته د دې خلکو شکایت هم ورساوه او سفارش يې هم وکړ، خو اثار بېرته ورنه کړل شول. بلاخره د لوګر د استخباراتو ريیس محمدانشا مخبت د ملا محمد عمر د مرکزي مخابرې "نصرت" دفتر ته خبر ورکړی و چې د منګلو درې خلک وايي چې که موږ ته زموږ مقدس امانت بیرته راستون نه شي، موږ د دې کلي سپين ږيري، ځوانان، ماشومان او تور سري لوڅې پښې صحرا ته راوځو او تر درو ورځو طالبانو ته ښېرې کوو. په ځواب کې ملا محمد عمر د لوګر چارواکو ته وویل چې زه چورلکه دراستوم، د کلي دوه مشران سپین ږیري راواستوئ چې زه له نږدې خبره ورسره وکړم. که رښتيا د دې اثارو د پلورلو وېره نه وي، ورته وبه يې سپارم.
دوه سپین ږيري يې چورلکه کې کندهار ته واستول. ملا محمد عمر د سپین ږيرو ښه استقبال او مېلمه پالنه وکړه. له نورو سوغاتونو علاوه يې د دې اثارو د حفاظت لپاره تقریبا دڅلور زرو ډالرو معادل پیسې هم ورکړې او دغه مقدسات يې هم بېرته ورته وسپارل. بېرته يې په چورلکه کې له مقدساتو سره يو ځای خپل کلي ته راواستول. په دې عمل د دې سیمې د خلکو زړونه د استخباراتو رييس محمد انشا مخبت وګټل، همدا وجه وه چې دعبدالحق په پلټنه کې د دې سیمې خلکو له مخبت مرسته وکړه.

د مقدساتو له زیارته وروسته د ولسوالۍ د مرکز پر لور
محمدانشا او ملګرو يې اودسونه تازه کړل او د حاجې فضل الرحمن په مهمانخانه کې د پرتو مقدساتو زیارت يې وکړ. هغوی هر يوه په نوبت سره پر کمیس لاسونه ايښودل او خولۍ پر سر کوله. مخبت وايي هر ملګري چې به پر کمیس لاسونه کېښودل او خولۍ به يې پر سر کړه، بې اختياره به يې له سترګو اوښکې روانې شوې. دوی وايي چې له دې وروسته يې په دې ځای کې د قران کريم يو څه تلاوت هم وکړ. کله چې ووتل يو ډول سکون او اطمنان ورسره پیدا شو، بيا هغوی د ازرې ولسوالۍ د مرکز پر لور وخوځيدل. ازرې ولسوالۍ ته چې ورسېدل، دا وخت تقریبا د غرمې دولس بجې وې. ولسوال ته يې مشوره ورکړه چې ټولو مهمو قومي مشرانو ته د غرمې لپاره د مېلمستيا بلنه ورکړه. د ولسوالۍ اکثره قومي مخور او سپین ږيري ولسوالۍ ته راغلل. لکه حاجي بسم الله، حاجي بادام، حاجي فضل الرحمن او ډېر نور...
طالبانو موثق معلومات ترلاسه کړي وو چې د حاجي زرغون، فضل الرحمن او يو څه نورو مشرانو پرته، نورو اکثرو قومي مخورو له عبدالحقه پیسې اخیستې وې او د ازرې او حصارک په سقوط کې يې عبدالحق ته د مرستې ډاډ ورکړی و.
له ډوډۍ خوړولو وروسته ولسوال د استخباراتو د رييس او امنیه قوماندان په مشوره سپين ږیرو ته وويل چې تاسو د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د يوې مشورې لپاره د ولايت مرکز ته غوښتي یاست. سپین ږیرې يې ولایت ته واستول. والي ته يې پر مخابره وويل چې سپین ږیري او ملکان د عبدالحق د پلټنې تر تمامېدو مصروف وساته.
دا وخت د لوګر امنيه قومندان او د استخباراتو رييس ته دا خبر هم راغی چې د ننګرهار د استخباراتو ځانګړی کنډک هم د عبدالحق د مراقبت لپاره د حصارک ولسوالۍ ته رارسېدلی.
مخبت خپل ملګري امنیه قوماندان مولوي بازمحمد ته وویل: زه لږ د علي شېرو کنډو سر ته خېږم چې پر مخابره جلال اباد نه حصارک ته له راغلي خصوصي کنډک سره اړیکه ټینګه کړم چې په ګډه عمليات وکړو.
مخبت له څلورو ملګرو سره علي شېرو کنډو ته مخامخ د يو بل غره سر ته وخوت، چې د علي شېرو له کنډوه د حصارک لور ته تللې لار ورباندې سپره ده. حصارک ته د راغلې کنډک سره يې اړیکه ونيوله. هغوی د عبدالحق د راتګ موضوع تاييد کړه، خو د اوسېدلو ځای يې د سپین جومات او حاجي زرغون کلی وښود، چې عبدالحق ورته يوه ورځ وړاندې راغلی و.
دا وخت مخبت یو کس ولید چې د حصارک له لوري ازرې ته پر دې لار تنها پلی را روان دی. دا د حاجي فضل الرحمن د کور سړی و چې متبرک کمیس او خولۍ ورکره ایښې وه. مخبت لومړی هغه نه پېژاند، ځکه يې پرې پټکه وکړه چې سم حال ووايه عبدالحق چېرې دی؟ سړي په وارخطايۍ ورته وویل ما ته څه مه وایاست حال درته وایم.
سړي وويل: عبدالحق د حصارک د غوږیزي کلي خوا کې د حاجي دوران کور کې دی. خړه لونګۍ يې پر سر کړې او سپینې جامې يې په تن دي. پرون يې د چا په واسطه د جلال اباد ښار کې د حاجي داود په بارګين کې په درې لکه پنځلس زره کالدارې يوه ايس ايس ار ډاټسن رانیوله.
اوس خبر شوی چې جلال اباد نه وسله‌وال طالبان ورپسې راغلي دي. همدا اوس يې حاجي دوران ته وويل چې يو آس راپیدا کړه او پر غرنۍ لاره مې له دې ځايه وباسه، ځکه چې طالبان راپسې دي.
مخبت وايي؛ داسې معلومېده چې د جلال اباد له خوا د ځانګړي کنډک تر څنګ زموږ له راتګه هم عبدالحق څه ناڅه خبر شوی و چې ښايي حاجي زمان غمشریک به له موږ نه تر تېرېدو وروسته په سټلايټ تلفون حال ورکړی وي، ځکه خو يې نور ځان په محاصره کې احساساوه.
مخبت وايي دغه لاروی مو په دې قانع کړ چې موږ سره ملګری شي او د دوران کور راته وښيي. دا وخت تقریبا ماسپښين څه باندې درې بجې وې. د استخباراتو رييس محمد انشا مخبت پر خپل ملګري امنیه قومندان بازمحمد په مخابره کې چیغې وهلي چې امنیه قومندان له پاتې وسله‌والو سره ځان را ورسوي، خو هغه چې د مخبط په وينا مزاجا يو څه بې غوره سړی و، مخابرې ته متوجه نه و، جواب يې پر وخت ورنه کړ.
بالاخره مخبت له همدې څلورو کسو سره شاوخوا د مازیګر په څلورو بجو د علي شېرو د کنډو لاندې د دوران کور ته نږدې کمین ونيو، چې د عبدالحق د تېښتې احتمالي لار وه.
د شپې تر يوې بجې همدې څو تنو کمين نيولی و. امريکايي چورلکې او کشفي الوتکو شور جوړ کړی و، داسې ښکارېده چې هغوی د عبدالحق د ژغورلو لپاره راغلي وي. هغه څارګره الوتکه چې طالبان يې بونګنه بولې بيا بيا راتله. مخبت وايي هغه وخت موږ له بونګنې سره نابلده وو، ځکه مو پاملرنه هم نه ورته کوله. د شپې شا وخوا يوه بجه امنیه قومندان بازمحمد له پاتې وسله‌والو سره راورسېد او کمین هر لور ته پراخ شو.
د استخباراتو مشر خپل څو تنه د غوږیزې کلي هغې لار کې کېنول چې د دوران کور ته تللې وه. د شپې یو ملګری حافظ عبدالرشید خوب يوړ، چې بیدار شو، ملګرو ته يې وویل چې خوب مې ليده باز (ګوربت) مو نيولی وي، خو ښځه بازه وي.
د شپې نږدې درې بجې د غوږیزې پر لار ناستو کمین‌نيوونکو عبدالحق په داسې حال کې ونيو چې پر اس سپور و. د اس پړی يې بل کس نيولی و. غوښتل يې چې له ناهموارې سیمې ووځي او بیا امريکايي چورلکې ته د پورته کېدو لپاره ځان چمتو کړي. هغه په همدې وخت کې هم له امريکايي چورلکو سره په تماس کې و. عبدالحق سره دا وخت يواځې څو تنه ونيول شول، نور په تېښته بريالي شول، چې ویل کیږي په تښتېدونکو کې حاجي دوران هم و او يو درجن هغه کسان هم وو چې عبدالحق يې پر ملاوو د چانټو په ډول له ډالرو نه ډکې همیانۍ ورتړلې وي. د تېښتې پر مهال چې د چا مخ لويديځ ته و، لوېديځ ته ورک شول او د چا چې مخ شمال يا ختيځ ته و، پر همغه مخه لاړل او د ډالرو له بڼدلو سره يې بيا درک ونه لګید.
تر دې څو شېبې وړاندې چې عبدالحق نيول کیږي، د دوران د کور له خوا دوه ډاټسنې رارواني دي او بازمحمد په دې تمه دی چې دا به عبدالحق وي. مخې ته ورته دریږي خو چې رانږدې کیږي نو د یوې ډاټسن مالک طالب قوماندان عبدالرحمن دی او د بلې ډاټسنې مالک په کابل کې د استخباراتو ریاست کارمند امین وردګ دی. بازمحمد سمدستي د هغوی په موضوع پوهیږی چې له عبدالحق سره اړیکه لري، بازمحمد هغوی ته بد رد وايي او نور يې پرېږدي.
له عبدالحق سره په نيول شويو کسانو کې د هغه مرستيال د لوګر د څرخ اوسېدونکی د ډاکتر نجیب د واکمنۍ يو تن فوځي مامور جګړن حامد؛ د عبدالحق د پوځي چارو مسئول قوماندان شاولي او د عبدالحق ډرایور عزت الله و. له دوی سره د الوتکو د رهنمايۍ غمی او سټلايټ تلفون هم و. طالبانو الیکترونیکي وسايل ورنه بېل کړل. هغوی يې پلي روان کړل. له يو څه پياده مزل وروسته يې ډاټسن ته ورسول. دا وخت امريکايي چورلکو او بونګنو الوتکو شور جوړ کړی و، خو حالت يې ځان ته سم نه شوای معلومولای. دوی فکر کاوه چې د ننګرهار له خوا راغلي کنډک عبدالحق نیولی يا محاصره کړی دی، ځکه يې د ننګرهار د کنډک ډاټسنې بمبار کړي چې يوه ډاټسنه وویشتل شوه او څوکسان په کې ژوبل شول، نورې ورنه وژغورل شوې.
کله چې د غوږیزې د لارې کمین نيوونکو عبدالحق، امنيه قوماندان او د استخباراتو مشر ته را رسول، دا وخت سهار شو. امنيه قومندان سمدستي عبدالحق په خپله ډاټسن کې د لوګر مرکز ته روان کړ. مخبت د حاجي دوران د کور د تلاشۍ په موخه پاتې شو چې څه وخت وروسته والي پر مخابره مخبت ته وويل، ورپسې را روان شه! بازمحمد بې غوره دی، سړی ورنه خلاص نه شي.
عبدالحق پر لار امنيه قوماندان ته بيا بيا ويل ما کابل ته ستاسې مشرانو ته ورسوه! بازمحمد هغوی په ډېر درناوي د موټر سیټ کې کېنولي، صمیمانه مجلس ورسره کوي او هغوی ته يې د خوراک لپاره آنار مات کړی.
مخبت او بازمحمد دواړه وايي چې له عبدالحق سره يې هېڅ داسې لیست او اسناد نه دي موندلي چې د طالب چارواکو اړيکه پرې ثابته شي چې له بده مرغه په دې اړه څه قصدي تبلیغات شوي دي.
د دوی بل ملګري د عبدالحق وراره او د حاجي دين محمد زوی عزت الله له دې ځای سره خوا کې غونډیو کې د طالبانو د یوې بلې قطعي له خوا د الوتکو له رهنمايي کوونکي غمي سره نيول شوی و. دغه قطعه د لوګر د خروار د طالبانو وه، دوي د دین محمد زوی له اجازې او مشورې پرته په خپل سر وژلی و.
کله چې عبدالحق د لوګر مرکز ته ورسول شو. له کابل نه د داخله وزارت له خوا والي ته امر وشو، چې عبدالحق کابل ته راوليږئ.
امنيه قوماندان د والي په امر عبدالحق کابل ته روان کړ، کابل ښار ته چې غرمه مهال نږدې شول، له بن ساره، قلچه او شهدای صالحین سره پر عمومي سړک ورته مخ ته د داخله وزارت پیک اپ موټر راغی. د داخله وزارت، يو تن چارواکی ملا ظاهر ورنه راکوز شو او د امنیه قوماندان موټر يې ودراوه او د ملا محمد عمر يو لیکلی فرمان يې ورښکاره کړ چې د مشر له خولې په ساده الفاظو لیکل شوی و: دغه وطن فروش او خاین کابل ته تر رسېدو وړاندې وغځوئ او د کابل ښار يې په وينو مه پليتوئ.
دواړه موټره بېرته شا ته راغبرګ شول او د سنګ نوشتې له عمومي سړک نه چې د ریشخورو فرقې ته لار تللې ده، پر دغه سړک يې عبدالحق او ډګروال حامد راکوز کړل او سترګې پرې وتړلې. بازمحمد حیران و چې څه وکړي. ملا ظاهر عبدالحق او جګړن حامد له سړک نه يوه لور ته د وژلو په نيت روان کړ. عبدالحق ډېرې لويې لويې کريغي او بغارې وکړې. دواړه يې په یوه وړه شېله کې وویشتل چې کله له هغوی نه راغبرګ شو. پر ډرايور عزت الله او قوماندان شاولي يې د ټوپک شپېلۍ ورواړوله. امنيه قومندان يې پر وسله غوټه کړه: چې مشر خو يوازې د عبدالحق د وژلو امرکړی و، دا نور ولې وژنې؟
د يادونې وړ ده چې د دین محمد د زوي او دعبدالحق د ډرایور دواړو نومونه عزت الله ول.
په دې کش وګیر کې د بازمحمد لاس هم يو څه وسوځېد، خو ډرایور عزت الله او شاولي يې ترې وژغورل چې بیا د لوګر په محبس کې ول او د ولایت له سقوطه وروسته خلاص شول.
ماښام د امريکاغږ راديو خبر ورکړ چې تېره شپه امريکايي چورلکې د سی آی اې د يوه مهم مامور عبدالحق په ژغورلو کې ناکامه شوې.
دا کیسه د لوګر د استخباراتو د رييس مولوي مخبت، امنيه قومندان مولوي بازمحمد، د ننګرهار د استخباراتو د چارواکو او د طالبانو دهغه وخت د پېښور د چارواکو له خولې لیکل شوې ده، چې له نيکه مرغه تردې مهاله ټول ژوندي دي

له عبدالحق نه وروسته د حامد کرزي وار و.

 



اعلان