امریکایي جنرال: راتلونکو پنځلس کلونو کې د امریکا او چین جګړه پېښېدای شي

سيمه او نړۍ

امریکایي جنرال: راتلونکو پنځلس کلونو کې د امریکا او چین جګړه پېښېدای شي

241

اروپا کې د امریکا د پوځ یوه پخواني جنرال ویلي، شونې ده چې راتلونکو پنځلس کلونو کې د امریکا او چین جګړه وشي.
متقاعد جنرال بېن هوج د پولېنډ په وارسا کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، اروپایي هېوادونه باید له روسیې څخه د دفاع په موخه نور (ګامونه) پورته کوي، ځکه امریکا به مجبوره وي چې ارام (سمندر) کې خپلو ګټو ته پاملرنه وکړي.
جنرال هوج ویلي، واشنګټن به هممهاله د دې وړتیا و نه لري چې هم اروپا له روسیې وساتي او هم له چین سره جګړه وکړي.
هوج چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ پورې اروپا کې د امریکایي پوځ قومندان و، زیاتوي چې، له دې سربېره هم، امریکا اروپا ته ژمنه ده او واشنګټن اوس هم د اروپا امنیت ته د امریکا د ګټو په سترګه ګوري.
هوج د امریکا او چین تر منځ روانې سوداګریزې جګړې ته هم اشاره کړې او په اروپا او افریقا کې یې د چین د پانګونې یاده کړې.
هوج دا هم ویلي چې وار له مخه، چین د اروپا لس سلنه بندرونه په ولکه کې لري.



اعلان