غور: طالبانو يو پوليس افسر او يوه ښځه وژلي

افغانستان

غور: طالبانو يو پوليس افسر او يوه ښځه وژلي

202

غور ولايت کې وسله والو طالبانو يو پوليس افسر او يوه ښځه وژلي دي. دغه پوليس افسر او ښځه له خپلو کورونو تښتېدلي و، چې وسله والو ونيول او بيا يې ووژل.

د غور د والي وياند عبد الحي خطيبي هشدار خبري سرچينې ته ويلي، چې دغه پوليس نورمحمد نومېده، چې د غور له شهرک ولسوالۍ څخه يې يوه مړوښې ښځه تښتولې وه.

ښاغلي خطيبي زياته کړې: «پوليس افسر غوښتل دغه مېړه لرونکې ښځه فيروزکوه ښار ته راولي خو تېره ورځ د شهرک او دولينه ولسواليو تر منځ تربولاق کلي کې دواړه د طالبانو لاس ته ورغلل او ووژل شول».

د غور د والي وياند ويلي چې دې ښځې وړاندې هم دوه ځل ودونه کړي وو.

وسله والو طالبانو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



اعلان