چاودېدونکو توکو د اباما، بايډن، هيلري او سي اېن اېن دروازې ټکولي

سيمه او نړۍ

چاودېدونکو توکو د اباما، بايډن، هيلري او سي اېن اېن دروازې ټکولي

170

د امریکا استخباراتي ادارو خبر ورکړی، چې پخواني ولسمشر بارک اباما، پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن، هيلري کلنټن او سي اېن اېن ادارې ته له چاودېدونکو توکو ډکې کڅوړې استول شوي دي.

له رسنيو سره سم د اباما کور ته استول شوي دغه توکي استخباراتي ادارو په خپله ولکه کې اخيستي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې د هيلري کلنټن کور ته څېرمه يې هم چاودېدونکي توکي موندلي دي.

اړوند ادارو ويلي، چې دغه توکي سیده اباما او کلنټن ته ونه رسېدل، ځکه لومړی يې «سکريننګ» وشو او څرګنده شوه چې چاودېدونکي توکي دي.

سپينې ماڼۍ دغه کار په سختو ټکو غندلی او څرګنده کړې يې ده، چې ډېر ژر به يې څرک ولګوي.

د امريکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري ګوند غړي ميچي مکونلز دا کار «داخلي ترهګري» بللې ده.

له دې وړاندې نيويارک کې د سي ان ان شبکې خپله ودانۍ له هغه وروسته خالي کړې وه، چې هلته چاودېدونکي توکي وموندل شول، دې شبکې وويل چې د دغو توکو هدف د سي ايې اې پخوانی مشر جون برينن و. بل پلو يو کوچنی بم د نيويارک د والي دفتر ته هم رسېدلی دی.

د امريکا يوه بل فدارلي چارواکي څرګنده کړې څېړونکي د هغو چاودېدونکو توکو په اثر مالومولو بوخت دي، چې باور کېږي پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن پسې استول شوي وو.

پر دې سربېره د کانګرېس ودانۍ، فلوريدا کې د ډيموکرات ګوند دفتر او ځينو نورو مهمو ځايونو ته هم د دغه چاودېدونکي د رسېدو اوازې خپرې شوې دي.

په دغه انځور کې ځينې هغه شخصيتونه په نښه شوي چې د چاودېدونکو توکو دغه کڅوړې ور استول شوې دي.



اعلان