د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: طالبان زموږ جېب کې نه دي، امريکا دې خپله لاس په کار شي

افغانستان

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: طالبان زموږ جېب کې نه دي، امريکا دې خپله لاس په کار شي

235

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، چې د افغانستان د کړکېچ په اړه يې امريکا ته څرګند پيغام لېږلی او هغه دا چې «هر څه د خبرو اترو له لارې شوني دي». قريشي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امريکا يو ځل بيا پاکستان ته ګواښ کړی، چې که پر خپل چلن غور و نه کړي نو د خرابو پايلو ذمه واري به يې پر خپله غاړه وي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نيوز له راپور سره سم قريشي زياته کړه، چې تر څو پورې طالبان د نظام برخه نه وې ګرځېدلي، تر هغې پورې د سولې برخه کې د مثبت پرمختګ شونتيا نه برېښي. خو بل پلو په نظام کې ګډون د طالبانو غوښتنه نه ده، بلکې هغوی امريکايي لوری د ستونزې اصلي لوری بولي او ورسره پر خبرو ټينګار کوي.

له سرچينې سره سم پاکستاني وزير د يوې پوښتنې ځواب کې دا هم وويل چې «امريکا خپله طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو اترو غوښتونکې ده او دا ويل سهي نه دي چې پاکستان دې د ټولو ستونزو حل ولټوي».

قريشي ټينګار کړی، چې «طالبان زموږ جېب کې نه دي، امريکا دې خپله لاس په کار شي».

بل پلو امريکا پر پاکستان له فشار سره سره هڅې پيل کړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه مخامخ خبرې پيل کړی، د خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوي څه موده وړاندې قطر کې له طالب استازو سره ليده کاته وکړل، رسنيو وويل چې په دې ناسته کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو هم خبرې شوي، خو د ناستې نور جزيات نه دي څرګند شوي.



اعلان