طالبان: له حفیظ الله مو ګوته نه ده غوڅه کړې

افغانستان

طالبان: له حفیظ الله مو ګوته نه ده غوڅه کړې

196

طالبانو هغو رپوټونو غبرګون ښودلی چې وایي، دغې ډلې د هلمند په نهر سراج کې د حفیظ الله په نوم له یوه تن څخه ځکه ګوته غوڅه کړې چې ده په تېرو ټاکنو کې رایه ورکړې وه.
طالب ویاند یوسف احمدي په یوه بیان کې ویلي، دا حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو.
نوموړي زیاته کړې "دا کار مجاهدینو نه دی کړی".
له تېرو دوه ورځو راهیسې د حفیظ الله په نوم د یوه تن تصویر، چې ګوته یې پانسمان ښکاري، په ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کېږي. هلمند کې د یوه ځایي روغتون مشر هم ادعا کړې وه چې طالبانو د حفیظ الله ګوته غوڅه کړې، خو طالبانو دا خبره رد کړه.



اعلان