سیمه ییزو ارګانونو اداره: د خوست پېښه جدي څېړو او ملامت سره به سخت چلند وشي

افغانستان

سیمه ییزو ارګانونو اداره: د خوست پېښه جدي څېړو او ملامت سره به سخت چلند وشي

192

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې خوست ولایت مقام کې پرونۍ پېښې ته په غبرګون کې ویلي چې دغه موضوع په جدي ډول څېړو او له څېړنو وروسته به له ملامت کس سره جدي چلند وشي.
د یاد ارګان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هېڅوک، هېڅ وخت حق نه لري چې د دې خاورې شهیدانو ته سپکاوی وکړي.
پرون خوست کې د کندهار د وژل شوي جنرال رازق او د ملي امنیت د ولایتي مشر د فاتحې مراسم جوړ شوي وو.
ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ولسي جرګې مرستیال هلته لګول شوی بېنر لرې او غوسه کېږي. همایون همایون ګیله کوي چې ولې هلمند کې د ولسي جرګې د وژل شوي استازي (جبار قهرمان) یاده نه ده شوې.
خو د خوست والي بیا وایي، دا غونډه یوازې د کندهار پېښه کې د وژل شویو کسانو له پاره جوړه شوې.
د خوست له والي، حکم خان حبیبي، څخه په یوه ویډیو کې اورېدل کېږي چې د جبار قهرمان په اړه وایي، قهرمان ما ته قهرمان نه دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره چې د والیانو د ګومارولو صلاحیت لري وایي، ویډیو کې ښودل کېږي چې ګواکې د خوست والي د قهرمان په اړه د خپل شخصي نظر څرګندونه کوي. یاده اداره وایي، موږ د وطن د هېڅ شهید سپکاوی د هیچا له لوري نه منو.
ځینې کسان بیا د همایون همایون ګام مغرضانه ګڼي. والي هم وایي چې دا کار د نورو په لمسون شوی، خو والي د چا نوم نه دی اخیستی.
ټولنیزو رسنیو کې هم دې پېښې ته سخت غبرګون ښودل شوی او د دواړو (حبیبي او همایون) په اړه نظرونه سره وېشل شوي دي.



اعلان