د نړۍ د تر ټولو پياوړي سړي له ورځني خوراکه خبر ياست؟

پام وړ

د نړۍ د تر ټولو پياوړي سړي له ورځني خوراکه خبر ياست؟

1073

د برايان شو په نامه دغه امريکايي څلور ځل «د نړۍ تر ټولو پياوړی سړی» لقب ګټلی دی، هغه د خپل ورځني خوراک په اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي، چې همدا يې د ځواک راز دی.

د «ده انډيپينډينټ» ورځپاڼې له راپور سره سم شو هره ورځ نږدې ۱۲ زره کالوريانې خوري. د نړۍ تر ټولو پياوړي سړي هم منلې چې د خوړو شخصي پوهانو ورته دغه غذايي سيستم جوړ کړی، تر څو «چې څومره شونې وي پياوړی شي».

ښاغلی شو وايي چې د دغه خوراکي سيستم تعقيبول راته له هغو تمرينونو (ورزش) ډېر سخت دی، چې هره ورځ يې کوم.

شو په سباناري کې دوه غابه سارايي وربشې، ۸ دانې هګۍ او يوه ستره کاشوغه د سوډانۍ پستې کوچ خوري. لږه شېبه وروسته په دويم سباناري کې پروتيني کوکټيل (د ميوو مشروب چې اشتها راولي)، دوه ګوتې ګرانولا (سارايي وربشې، وچې مېوې او شات) او يوه کاشوغه د سوډانۍ پستې کوچ خوري. يوازې يو ساعت وروسته نيمه کيلو د غوا غوښه او د رومي بانجان له لعاب يا شوروا سره مکروني خوري.

په څلورمه ډوډۍ کې شو پروټيني کوکټيل او د بادامو شيدې خوري، ورسره د کلک شوي طبيعي توت يو خوراک کوي او د سوډانۍ پستې کوچ خوري.

په پنځمه ډوډۍ کې «د نړۍ تر ټولو پياوړی سړی» د پيلمرغ غوښه، وريژې او ګلپي خوري.

د شو شپږمه ډوډۍ کې نيمه کيلو د غوا غوښه، کچالو (الوګان) او اسپرګوس (مارچوبه) وي.

او په اووم او وروستي خوراک کې شو بيا هم پروتيني کوکټيل او څو ټوټې کوچ خوري.

د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی وايي چې له دغه خوراکي نظامه خوند اخلي او د هر ځل خوړو تر منځ د سختو تمرينونو کولو له امله د وږي کېدو لپاره کافي وخت لري. شو د دغو خوراکونو په زور ډېر زيات وزن هم پورته کوي چې له ۵۱۷ کيلو ګرامو اوړي او داسې يې نړيوال ريکارډ جوړ کړی دی. هغه وايي: «زه د دې لپاره خوراک کوم چې د نړۍ پر مخ تر ټولو ځواکمن کس واوسم».



اعلان