اتمر: جنرال رازق ناټو نه دی وژلی، حکومت دې بېړنۍ پلټنه وکړي

افغانستان

اتمر: جنرال رازق ناټو نه دی وژلی، حکومت دې بېړنۍ پلټنه وکړي

1245

د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار کندهار کې د اکټوبر میاشتې د اتلسمې نېټې په اړه په یوه اعلامیه کې هغه ګنګسو ته غبرګون ښودلی چې ویل کېږي د کندهار د پولیسو مشر غوڅ ملاتړ ماموریت (ناټو) وژلی دی.
حنیف اتمر ویلي، سره له دې چې د جنرال عبدالرازق د وژنې مسوولیت طالبانو منلی، خو بیا هم ځینې بهرنۍ کړۍ د دغې موضوع په اړه ضد و نقیض تبلیغات کوي.
که څه هم اتمر د دغو "بهرنیو کړیو" نوم نه دی یاد کړی، خو وایي چې دوی په خپلو بې بنسټه تورونو غواړي چې عامه ذهنیت د موضوع له ژوروالي لرې او د رازق وژنه ناټو پورې وتړي.
د اتمر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له شلو ډېر ځله د رازق د وژلو پلان جوړ شوی و، خو پای، د اتمر په وینا، خپلې موخې ته ورسېدل.
اتمر د ملي یووالي له حکومت غوښتي چې بېړنۍ او بشپړه څېړنه وکړي او پایله یې له ولس سره شریکه کړي. هغه ویلي چې څېړنه کې دې له حکومته بهر او ملي کسان هم شامل کړای شي.
اتمر له ولس او په ځانګړي ډول د کندهار له خلکو غوښتي چې د "دښمن" تبلیغاتو ته توجه و نه کړي او د څېړنې پړاو کې همکاري وکړي.
څو ورځې وړاندې د کندهار په ولایتي ماڼۍ کې د والي یوه ساتونکي ډزې وکړې چې د کندهار د پولیسو مشر جنرال رازق، د ملي امنیت ولایتي مشر عبدالمومن او دوه تنه نور په کې ووژل شول.
وروسته د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې د امریکایي پوځ یو جنرال هم په دغه پېښه کې ټپي شوی.
د پېښې مسوولیت طالبانو منلی او د بریدګر (ابو دجانه) تصویر او ویډیو یې هم نشر کړې.
که څه هم کندهار ته تللي حکومتي پلاوي او یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو هم د دغې پېښې پړه په طالبانو واچوله، خو ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان بیا وایي چې جنرال رازق د ناټو د مشر جنرال سکاټ مېلر له لوري وژل شوی او امریکا د دغه وژنې مسووله ده.



اعلان