امریکا: که پاکستان د ترهګرو ضد نور ګامونه پورته نه کړي، نو د وضعیت د خرابۍ مسوول به وي

سيمه او نړۍ

امریکا: که پاکستان د ترهګرو ضد نور ګامونه پورته نه کړي، نو د وضعیت د خرابۍ مسوول به وي

473

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد ګامونه پورته او خوندي ځایونه ور نه کړي.
مایک پومپیو ویلي، پاکستان باید د ترهګرو ملاتړ پرېږدي.
پومپیو ګواښ کړی، که پاکستان نور ګامونه نه پورته کوي، نو د حالاتو د خرابۍ مسوولیت به په غاړه اخلي.
د پومپیو په خبره، ټول په افغانستان کې سوله غواړي او یوه ورځ به دا موخه ترلاسه کړای شي.
بل خوا، پاکستان بیا وایي چې د ترهګرو پر ضد یې کافي قربانۍ ورکړي او خوندي ځایونه یې له منځه وړي دي.
د امریکا په نوې سټراټېژۍ په پاکستان د وسله والو د له منځه وړلو له پاره فشار راوستل شوی دی.
امریکا، افغانستان او هند، پاکستان تورنوي چې په خپله خاوره کې یې وسله والو ته خوندي ځایونه ورکړي او ملاتړ یې کوي.
د دغو تورونو له امله ده چې وروستیو کې د افغانستان او هند اړیکې له پاکستان سره ترینګلې شوي دي.
هند له پاکستان سره د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنه هم لغوه کړه.



اعلان