عضوي خواړه ۲۵ سلنه د سرطان ګواښ کموي

روغتیا

عضوي خواړه ۲۵ سلنه د سرطان ګواښ کموي

225

يوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه کسان چې عضوي خواړه خوري، پر سرطان د اخته کېدو ګواښ يې د نورو په پرتله ۲۵ سلنه کم وي.

عضوي خواړه هغه خواړه دي، چې د داسې کرنيز سيستم له لارې توليدېږي، چې له مصنوعي القاح، د حشراتو د وژنې او د ودې ورکولو له درملو او د حيواناتو د خوراک لپاره د اضافي مصنوعاتو له کارونې او له هغو توکو پاک وي چې د خوړو ډول او وراثي ځانګړتياوې بدلوي، لنډه دا چې طبيعي کرل شوي، شنه شوي او رېبل شوي خواړه وي.

د نيويارک ټايمز له راپور سره سم دا څېړنه د پاريس پوهنتون څېړونکو کړې او ۶۹ زرو کسانو ته شامله ده، د ۵ کلونو لپاره د دوی او د دوی د غذايي نظام څارنه شوې. څېړنه د «باطني طب» په جاما مجله کې خپره شوې ده.

څېړونکو ويلي چې په مېوو او سبزيانو کې د حشراتو وژونکي درمل کارول ښايي د سرطان د ناروغۍ لامل شي، خو طبيعي خواړه بيا له دې ناروغۍ څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکينيو څېړنو په دې اړه هيڅ قانع کوونکی دليل نه و موندلی چې عضوي يا طبيعي خواړه د ناروغيو مخنيوی کوي يا يې له نورو خوړو ګټه ډېره ده.



اعلان