"چکي پوځیان دې له افغانستانه ووځي، هلته د پوځ استول غلطي وه"

سيمه او نړۍ

614

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي، دا هېواد باید په تدریجي ډول خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.
د پراهه راډیو د رپوټ له مخې، لوبومیر زورالیک دا خبره وروسته له هغه وکړه چې هرات کې د دغه هېواد یو پوځي د دوشنبې په ورځ ووژل شو.
دا په وروستیو دریو میاشتو کې درېیم چکي پوځي دی چې افغانستان کې وژل کېږي.
زورالیک ویلي، د افغانستان د بحران پای مالوم نه دی او زه نور مړه عسکر لیدل نه غواړم.
دغه پخواني وزیر ویلي، افغانستان ته د پوځیانو استول ډېر لګښت لري.
نوموړي افغانستان ته ورتګ لکه د عراق په څېر غلطي بللې.
اوس مهال ۳۵۰ چکي عسکر افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې په دنده بوخت دي.



اعلان