ټرمپ: سعودي د اسراييلو د ملاتړ برخه کې سترې مرستې کړي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: سعودي د اسراييلو د ملاتړ برخه کې سترې مرستې کړي

667

امريکايي ولسمشر د خبريال جمال خاشقجي د وژنې قضيه کې د محمد بن سلمان د دفاع په پار له ګڼو رازونو پرده پورته کړه، چې تازه يې اسراييلو سره د سعودي د مرستو په اړه ويلي.

ټرمپ د لومړي ځل لپاره په رسمي څرګندونو کې ويلي، چې سعودي چارواکو د اسراييلو په ملاتړ کې د متحده ايالاتو مرسته کړې ده.

هغه تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې خپل هېواد کې د اوبو د يوه ځانګړي قانون د لاسليک پر مهال کله چې د خبريال جمال خاشقجي د وژنې له امله پر سعودي د بنديزونو په اړه وپوښتل شو، وويل: «سعودي د متحده ايالاتو يو لوی دوست دی او لوی پانګه وال، بلکې ښايي په دې هېواد کې تر بل هر چا لوی وي، ځکه ملياردونه ډالر پانګونه يې دلته کړې، چې له مخې يې زرګونو خلکو ته دندې په لاس ورغلي».

امريکايي ولسمشر د اسراييلو د ملاتړ برخه کې د سعودي د مرستو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

هغه ټينګار کړی چې د خاشقجي قضيه کې سعودي په هيڅ ډول ځان نه شي سپينولی. ټرمپ زياته کړه چې منځنی ختيځ «د نړۍ يوه سخته برخه او ډېر خطرناک ځای دی».

ولسمشر ټرمپ وويل: «په ورته وخت کې سعودي زموږ ډېر ښه دوست دی او د اسراييلو د ملاتړ برخه کې له موږ سره سترې مرستې کړي او ډېر شيان يې تمويل کړي دي».

دا په داسې حال کې ده چې سعودي تر دې دمه اسراييلو سره خپلې اړيکې د فلسطين د قضيې پر سر خرابې ښکارولې، خو ګڼو راپورونو دې ته اشاره کړې چې دواړه هېوادونه په وروستيو کې په پټه يو بل ته کافي نږدې شوي دي، په ځانګړي ډول چې ايران سره د ټکر خبره توده شوه.

د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو په ځلونو وويل چې منځني ختيځ کې دې د ايران پر ضد يو نړيوال ايتلاف رامنځته شي، چې د سيمې «منځلاري هېوادونه» په کې وي، هغه دغه اشاره سعودي ته کړې ده.

له بل پلوه د سعودي شهزاده هم د تېر اپريل په لومړيو کې ټينګار وکړ چې سعودي او اسراييل د ايران په شکل کې له يوه ګډ دښمن سره مخ دي، او «اسراييل دا حق لري چې پر خپله ځانګړې خاوره (هېواد) ژوند وکړي». دا په داسې حال کې دی چې اسراييلو د فلسطينانو زمکه په زور لاندې کړې ده او په دې برخه کې يې وحشتونه ټولې نړۍ ته بربنډ دي.

د سعودي له فضا څخه اسراييلو ته د هند د «Air India» شرکت الوتنو ته اجازه يو بل ستر ګام بلل کېږي چې سعودي وړاندې په ټول تاريخ کې اجازه نه وه ورکړې. نتنياهو دا يوه تاريخي پېښه وبلله.

دغه راز اسراييلي ورځپاڼې هآرتس تېره ورځ په يوه مطلب کې ويلي وو، چې محمد بن سلمان هغه عرب مشر دی چې اسراييلو يې ۵۰ کاله انتظار کړی دی او نه بايد له لاسه يې ورکړي.

په ټوله کې هڅه کېږي چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمال خاشقجي قضيه د خپلو موخو د ترلاسه کولو په پار پر سعودي د يوه فشار په توګه وکاروي خو سعودي شهزاده او نور چارواکي له ملامتيا وژغوري، په دې موخو کې يوه د سعودي د «ملیاردونو» ډالرو ترلاسه کول دي چې ټرمپ يې په نږدې هره وينا کې يادونه کوي.



اعلان