چین: نړۍ کې د اوبو تر ټولو اوږده سمندري لاره پرانېستل شوه

پام وړ

چین: نړۍ کې د اوبو تر ټولو اوږده سمندري لاره پرانېستل شوه

1641

د چین ولسمشر په اوبو کې د نړۍ تر ټولو اوږده سمندري لاره پرانېسته.
د دغه لارې (پُل) د کار پېل نهه کاله وړاندې شوی و. دغه لاره پنځه پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري او چین له هانګ سره نښلوي.
دغې لارې د وچې لاره لنډه کړې ده. وړاندې د چین د زوهي او هانګ تر منځ د وچې لاره څلور ساعته وه چې اوس دېرش دقیقو (نیم ساعت) ته راکښته شوې.
د لارې ټول لګښت شل میلیارده ډالر دی او تمه وه چې دوه کاله وړاندې پرانېستل شي، خو وځنډېده.
چارواکي وایي، د کار په اوږدو کې اتلس کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا لاره کې څلور لکه ټنه اوسپنه کارول شوې او د زلزلې او توپانونو سره د مقابلې توان لري.



اعلان